کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په قطرهېواد کې د امريکا او طالب استازو تر منځ خبرو ته نيږدې سرچينو ویلي، دواړه لوري هوکړې ته نيږدې شوي .
سرچينه وايي د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ هوکړه لاسليک ته چمتو ده ،خو يوازې اوس يو اختلاف پاتې دی ،چې طالبان هوکړه د (اسلامي امارت ) په نوم او امريکايان يې د (طالبانو تحريک) په نوم لاسليکول غواړي.
دادطالب او امریکایي استازو شپږم ځل مذاکرات دي، دا مذاکرات دپنجشنبې په ورځ پېل شول چې دجمعې ورځې تر رخصتۍ وروسته بیا پیل او تراوسه دوام لري.
داځل ناسته څېړونکو هم له لاسته راوړنو ډکه بللې وه، خلیلزاد پرون په یو ټوېټ کې خبر ورکړ چې امریکا دوسلې غورځولو ته تیاره ده، طالبان هم باید چمتو شي.
تردې حده طالب او امریکايي جهت ددې پېشرفت په اړه څه ندي ویلي.


















