رحم الدین حاجي آغا: دچابهار بندر لاهم په کامله توګه دامریکایانو تر بندیز لاندې دی

کابل ټکی کام ( چهار شنبه، ۱۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د متشبثینو د ټولنې مشر رحم الدین حاجي اغا وایي، د چابهار بندر لاهم د امریکا تر بندیزونو لاندې دی او بانکونه د سوداګرو پیسې نه مني.
هغه ویلي، دا مساله دوی د افغانستان بانک له چارواکو سره شریکه کړې خو هغوی هم تر اوسه په دې اړه کوم اقدام ندی کړی. حاجي اغا وایي چې د چابهار بندر له پرانیستلو راهیسې یوازې یو ځل صادرات او واردات شوي او لا هم ستونزې موجودې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ویل کېدل امریکا پر دې بندر هیڅ کوم تحریم نه دی وضع کړی او سوداګر کولی شي بې له کومې ستونزې له همدې لارې خپل تجارتي مالونه وارد او صادر کړي.
ګډ حکومت دخپلو لاسته راوړنو یوه نمونه دچابهار بندر بولي، همداراز دوی دابندر تردې پخوا په مستقله توګه دکابل تر واک لاندې ګاڼه، خو دادی نن مالومه شوه چې دالته ټول واک دامریکا په لاس کې دی، هرهغه څه کېږي چې دامریکا خوښه وي.



