ترکیه: ۱۰۳ تنه افغان کډوال نیول شوي

کابل ټکی کام (چارشنبه، ۱۸غوایي، ۱۳۹۸)

د ترکي رسنیو د خبر له مخې چې پولیسو په یو کانټینر کې ۲۱۳ تنه کډوال په داسې حال کې نیولي چې دوی غوښتل لویو ښارونو ته ولاړ شي.

په دې کې ۱۰۳ تنه افغانان دي او پاتې نور یې له پاکستان سره تعلق لري.

دوی له ایران څخه په قاچاقي لار تر ترکیې رارسیدلي وو او اوس د ترکیې لویو ښارونو ته تلل چې د پولیسو لخوا ونیول شول.

دا کډوال د ترکیې د وان ولایت په توشبا ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

چارواکو ویلي چې ناقانونه نیول شوي کډوال یې د کډوالو چارو ریاست ته سپارلي دي.

له تحقیقاتو وروسته به کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته راستانه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې ترکیه ناقانونه افغان کډول نیسي، بلکې څو ځله مخکې هم ورته عمل ورسره شوی دی.

څو اونۍ وړاندې هم په همدې ځای کې سلګونه ناقانونه کډوال چې زیاته برخه یې افغانان وو د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button