(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۹)
تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت، چپرهار ولسوالۍ په قلعه شیخ کلي کې عمليات کړي چې د ځايي اوسيدونکو په وينا د ښوونکو په شمول يې شپږ ملکي وګړي وژلي دي.
د قلعه شيخ کلي یو تن اوسيدونکي نعيم جان کابل ټکی کام ته وويل، په دغه عملياتو کې د چپرهار د عالي ليسې دوه ښوونکي چې پلار او زوی هم و استاد ګل ان او صداقت په ډزو وژلي او د هغوی کور يې په مکمله توګه سوځولی دی.
دغه راز راپورونه ورکول شوي چې د ننګرهار د عالي ليسې د معاون مولوي نورالله په کور هم عمليات ترسره شوي چې خپله مولوي نورالله پکې ټپي او دوه زامن يې په شهادت رسيدلي دي.
د سيمې د اوسيدونکو په وينا، د عملياتو په ترڅ کې د ګڼو کورونو دروازې ماتې شوي، خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي او ټول شپږ ملکي وګړي وژل شوي، دوه نور يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
که څه هم له تيرې ډيرې مودې راهيسې په ننګرهار او د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د ګډو ځواکونو له خوا د ملکيانو د وژنې لړۍ روانه ده خو دا دوهم ځل دی چې په ننګرهار کې ښوونکي په نښه کيږي، تر دې مخکې يې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوه ښوونکي په کور د عملياتو په ترڅ کې د هغه درې زامن شهيدان کړل او خپله يې ټپي کړ.
په ننګرهار کې مدني فعال نور اغا ځواک په خپله فسبوک پاڼه ليکي: مسلميار صيب شپون صيب نبى الله باز صيب ستاسو په جونګره کې چپرهار کې ستر ظلم 02 قظعي کړي د ټول چپر هار معنوي پلار يي په خپل کور کې سره د دوه اولادونو شهيد کړي که مو د دي ظلم پوښتنه ونکړه بيا نو تاسو وجدان او ضمير نلري د مشرۍ دعوه ونکړى بيا نو تاسو وکيلان نه ياست تجاران ياست.

















