(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۹)
د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عباس عراقچي ، له خپل هيواده د افغان کډوالو د ممکنه ايستلو خبر ورکړی دی.
عراقچي ويلي، دا مهال په ايراني ښوونځيو کې ۲۶۸ زره زده کوونکي او ۲۳ زره افغان محصلين په پوهنتونو کې زده کړې کوي چې دا په ايران فشار زياتولی شي.
دغه راز نوموړی وايي، که پر هيواد يې بنديزونه زيات شي ښايي د تيلو صادرات يې صفر ته راټيټ شي او مونږ به بيا اړ شو چې افغان مهاجر له خپل هيواده اوباسو.
د عراقچي په وينا، په ايران کې درې ميليونه افغان کډوال ميشت دي چې دوه ميليونه کاري فرصتونه يې نيولي او په کلني ډول له ایرانه له درېيو تر پنځو ميليارده يورو نورو هيوادونو ته انتقالوي.
په وروستيو کې د امریکا له خوا پر ايران اقتصادي بنديزونه زيات شوي چې د هغه هيواد پيسه لويدلې او هغه افغانان چې ايران کې اوسيدل او يا د کار لپاره تللي و ډيری يې بيرته هيواد ته راستانه شوي دی.

















