د اسلام او ایمان ونې د دعوت او جهاد په اوبو خړوبیږي

څارنوال حشمت عبیدی

لکه ټولو ته چې معلومه ده چې د اسلام پنځه ارکان دي : کلمه ، لمونځ، روژه، زکات او حج او همدا راز د ایمان هم اوه ارکان دي: پر الله ایمان لرل، پر ملایکو ایمان لرل، پر آسمانی کتابونو ایمان لرل، د خدای تعالی لخوا پر راستول شویو پیغمبرانوایمان لرل، د آخرت پر ورځ ایمان لرل، په قدر ایمان لرل چې خیر او شر د الله تعالی لخوا وي، او پس له مرګه پر بیا ژوندي کیدلو ایمان لرل.

د پورته اسلامي پنځه او ایماني اوه احکامو د ساتنې او ورڅخه د دفاع په موخه بیا جهاد هم فرض شوی، او چې جهاد نه وی نو پورته احکام هم له مینځه تللې بوله، چې یا به ټول په یوه ځل له مینځه ځي او یا به په تدریجي توګه یو یو له مینځه ځي، د اسلام د پنځو بناو او د ایمان اوو بناو سمسوره ونه  د دعوت پر اوبو او د جهاد پر وینو ژوندۍ پاتې ده او پاتې کیږي. که پورته بناوې ژوندې وي نو پر دعوت، جهاد او مبارزې به ژوندې پاتې کیږي او پایي، او که خدای مکړه کله هم مسلمانانو له دعوت او جهاد نه لاس واخیست له همغې ورځې به پورته ذکر شوې د اسلام او ایمان بناوې ورو ورو له مینځه ځي.

اوس چې د روژې میاشت رارسیدلې ده او مسلمانان په آزادانه توګه خپل عبادات ترسره کوي، خو د چین په ایغور کې هغه مسلمانان مه هیروئ چې پر هغوی باندې د چین د مستبد نظام له لوري په زور روژې خوړل کیږي او چې څوک روژې نه خوري زندان ته اچول کیږي.

د مینځینۍ آسیا په هیوادونو کې هم له خلکو کلیمه هیره ده ، هم د لمانځه ټغر ټول دی او هم د روژې، زکات او حج خو لرې خبره ده او د ایمان ارکان خو تر هغې هم لرې.  د دې ټولو لامل د اسلام او ایمان ونو ته اوبه نه ورکول او وینه نه ورکول دي یعنې خلکو د مستبدو حکومتونو د ظالمانو قانینو له کبله دعوت او جهاد ته شا کړې ده ځکه نو اسلام هم په یادو او داسې نورو هیوادونو کې ورو ورو د مینځه تللو په حال کې دی.

په مصر کې همدا اوس پر ټولو مساجدو بندیز لګیدلی چې په اذان، خطبه، او ویناوې به په لوډسپیکرو که نور نه کیږي، همدا راز همدا اوس په افغانستان کې هم ورته قانون ته لاس اچول شوی، دا ډول اقدامات په تدریجي توګه د اسلام د له مینځه وړلو غمازي کوي. مسلمانان دې خبر او بیدار وي. او دې مو باید پوره فکر وي چې د اسلام او ایمان سمسورې ونې د دعوت او جهاد له اوبو خړوبیږي که دعوت او جهاد نه وي سمسورتیا یې له مینځه ځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button