کندهار: وسله والو د صفر درې قطعې افسر وژلی

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۳غوایي، ۱۳۹۸)

د کندهار ښار اړوند په دوهمه حوزه کې د ملا صاحب د سرای یو افسر ناپیژاندو وسلوالو وژلی دی.

پيښه نن ماښام شاوخوا د دوهمې حوزې اړوند، هرات بازار کې رامنځته شوې ده.

سیمییز خبریال صدیق الله افغان هم د پیښې په اړه خبر ورکړی دی.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:”شیبه مخکي وسله والو د کندهار ښار د دوهمي حوزې اړوند په هرات بازار کي د صفر درې قطعې یا د ملا صاحب د سرای یو افسر ویشتلی او وژلی.”

که څه هم د دې پیښې مسؤلیت لا چا نه دی منلی خو د ورته پیښو مسؤلیت اکثره طالبان په غاړه اخلي.

تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو د چریکي بریدګرو لخوا همداسې هدفي وژنې ترسره شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button