کندهار او پلچرخي زندانونو کې د څلورو بنديانو په مړينه د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۴)
طالبانو په کندهار “سرپوزې محبس” او د کابل “پلچرخي” زندان کې د څلورو بنديانو په مړينه غبرګون ښودلی چې په وينا يې د شکنجو او زندانونو د مسؤولینو د نه پاملرنې له امله يې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو د بنديانو چارو کمېسيون له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د کندهار په سرپوزې محبس کې (تازه ګل د ښايسته ګل زوی د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسيدونکی او بسم الله د محمد اکرم زوی د زابل د میزانې ولسوالۍ اوسيدونکی- دغه راز په پلچرخي زندان کې محمود د همره قل زوی د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ او سید احمد د ملابادشاه زوی د تخار اوسيدونکي دي) چې له تيرو څه مودې راهيسې ناروغان و خو د مسؤولينو د نه پاملرنې او درملو د نه ورکړې له امله څلورواړو په تيره یوه اوونۍ کې وفات شوي دي.
اعلاميه کې راغلي، چې یاد زندانيان له نيول کيدو وړاندې په بدن روغ او جوړ وه خو د زندان د مسؤولينو د ناوړه چلند، تشدد او شکنجو له امله په مختلفو ناروغيو اخته شوي و زياتوي دغه ډول حالت د هيواد په بیلابيلو زندانونو کې دوام لري چې ډيری بنديان د له ډول ډول ناروغيو څخه زوريږي خو مسؤول چارواکي ورسره نه سم چلند کوي او نه يې د تداوۍ په برخه کې کوم پلان لري.
د طالبانو د بنديانو چارو کمېسيون په دغه اعلاميه کې پر هيوادوالو، روغتيايي بنسټونو او د بشري حقونو نړيوالو مدافع سازمانونو باندې غږ کړی څو د دغه ډول بشرضد کړنو په مخنيوي کې خپل مسؤوليت ترسره کړي، د هغوی د شکنجې مخه ونيسي او د روغتيايي او نورو اړونده مسائلو په اړه خپله اسلامي او بشري وجيبه ترسره کړي.
تر اوسه دولتي چارواکو او يا د بشري حقونو مدافع سازمانونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړی ځل نه دی چې بنديان د هغوی ناروغۍ ته د ناپاملرنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکې تر دې مخکې هم په پلچرخي، باګرام او ځينو نورو زندانانو کې زندانيان د شکنجو او عادي ناروغيو ته د نه پاملرنې له امله په سختو ناروغيو اخته شوي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړی دی.



