د رمضان میاشت یو زرین فرصت

سرلیکنه

د رمضان مبارکه میاشت د نفس د اصلاح او په نفس کې د تغیراتو راوستلو لپاره د یوه ښه زرین فرصت میاشت ده، په دې معنا چې انسان  کولای شي خپل نا مناسب خویونه په دغه میاشت کې بدل کړي او نیک او صالح خویونه خپل کړي.

په دې مبارکه میاشت کې د جنت دروازې پرانیستل کیږي، د دوزخ دروازې تړل کیږي او سرکش شیطانان په زنځیرونو تړل کیږي، د ځمکې د کُرې پر مخ د ټولو میاشتو په پرتله د الله تعالی د طاعت او عبادت په همدې میاشت کې تر ټولو زیات وي او زیات ترسره کیږي، د الله تعالی رحمتونه رانازلیږي او له آسمان نه مغفرتونه او رحمتونه راوریږي.

پر مسلمان واجب دي چې د اوبو په څیر په یوه حالت کې او په یوه ځای کې ونه دریږي بلکې هڅه وکړي څو هغه نیمګړتیاوې چې په خپل نفس کې یې ویني او درلودې پر نیکو خویونو او صالحو عادتونو عوض کړي.

له شک پرته چې د رمضان مبارکه میاشت د هر مسلمان لپاره یو زرین فرصت دی چې د خپل متعال خدای رب خواته وځغاستي او خپلې بدیانې په نیکیانو بدلې کړي، او فرضا که دا زرین فرصت او چانس په دې مبارکه میاشت کې هم له لاسه ورکړي نو بیا دې له خپل ځان پرته بل څوک نه ملامتوي، ځکه چې د الله تعالې سره یې د سوداګرئ خورا ستر فرصت په لوی لاس له لاسه ورکړی دی.

په دې میاشت کې د هرې نیکۍ اجر او ثواب څو څو چنده لیکل کیږي، انسان باید په دې میاشت کې نه یواځې  دا چې د الله تعالی عبادت په کثرت سره ادا کړي باید خپل اهل او عیال نه نیولې آن تر دیني عالمانو، نږدې او لرې خپلوانو او آن نورو خلکو سره هم چې څه یې په وس کې وي مادي او معنوي مرستې ونه سپموي، له خلکو سره له مالي او مادي سره سره باید له خلکو سره ښه چلند، صبر او حوصله هم له یاده ونه باسي، لنډه دا چې په دې میاشت کې باید انسان د الله تعالی بنده ګان خوشاله وساتي او هغه د حدیث شریف مطابق چې فرمایی: الراحمون یرحهم الله، پر رحم کوونکو الله تعالی رحم کوي، د روژې په مبارکه میاشت کې همدغه اصل خپل مشال وګرځوي څو له دغې میاشتې اعظمي ګټه پورته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button