کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
بریټانیا په فارس خلیج کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پېلېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمې هانټ په فارس خلیج کې روان بحراني وضعیت ته په پام خبرداری ورکړی دی چې کېدای شي ایران او امریکا په تصادفي ډول له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شي.
هانټ دا خبرداری په بروکسل کې د ایران د مسئلې په اړه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې ورکړی دی.
په ورته وخت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي هوکړې اروپایي شریکانو هم د دې دواړو هېوادونو د وضعیت پر ترینګلتیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا کړکېچ وروسته ترهغې اوج ته ورسېد چې امریکا ایران له اټومي تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ اویوشمېر بندیزونه یې پرې ولګول، خوایران په عین وخت کې ادعا کړې چې امریکاکې داتوان نه ویني چې په ایران حمله وکړي، اوکه داسې کوم اقدام وکړي دوی به سخت ځواب ورکړي.
















