خامنه ای: موږ جګړه نه غواړو؛ عراق او عمان دې منځګړيتوب وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۵)
د ایران مذهبي مشر ايت الله خامنه ای وايي، له امريکا سره د ايران اړيکې له پوځي اړخه نه دي خرابې نو ځکه د جګړې احتمال نشته او دوی هم جګړه نه غواړي.
نوموړي له عمان او عراق څخه غوښتي چې د امريکا او ايران تر منځ د راپورته شوې شخړې د له منځه وړلو لپاره منځګړيتوب وکړي.
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم روسيې ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د امريکا متحده ايالات نه غواړي له ايران سره په جګړه کې ښکيل شي زياتوي د دوی هڅه دا ده چې ایران د يوه عادي هيواد په توګه عمل وکړي.
په وروستيو کې د امریکا او ايران تر منځ اړيکې خرابې شوي چې منځني ختيځ ته له یولک د زیاتوامریکايي سرتيرو د ليږلو او دغه راز له ایران سره د احتمالي جګړې د پيښېدو راپورونه ورکول شول.
خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نيويارک ټايمز هغه راپور رد کړی چې ګنې امريکا منځني ختيځ ته ۱۲۰ زره عسکر ليږي.
ټرمپ وايي، تر اوسه د ځواکونو ليږلو هيڅ پلان نه لرو، نشر شوی خبر درواغ دی خو که دا کار مو کاوه نو ډير زيات سرتيري به ولیږو.
په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي مجيد تخت روانچي منځني ختيځ ته د امریکايي ځواکونو د استولو د راپور په غبرګون کې ويلي و چې دا یوه رواني جګړه ده.



