ننګرهار، خوګياڼي: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې څلور ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۵)

تيره شپه يو ځل بيا ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ مربوط په نکړخيلو سيمه کې عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د نکړخيلو یو تن اوسيدونکي نعيم جان کابل ټکی کام ته وويل، تيره شپه د چاپې عسکرو د ګنګه خيلو څلور ملکي کسان (سليم، محراب، حليم او خانی) له خپلو کورونو را ايستلي او په ډزو يې وژلي دي.

د ځايي خلکو په وينا، وژل شوي کسان ټول ملکيان دي او هيڅ يوې ډلې پورې يې تړاو نه درلود.

راپور زياتوي، د عملیاتو پر مهال بمباري هم شوې چې د عامو خلکو یو شمير کورونه تخريب شوي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

له تيرې ډيرې مودې راهيسې په شپنيو عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنې لړۍ روانه ده خو تر دې دمه په مشرانو او ولسي جرګه کې چې ځانونه د خلکو استازي معرفي کوي هغه ډول غبرګون نه دی ښودلی چې له مخې د يادو عملياتو د بندیدو او یا لږ تر لږه ملکي خلکو ته د تلفاتو اوښتو مخنیوی پکې وشي.

ويل کيږي، شپني عمليات د امریکايي ځواکونو په ملتيا د ځانګړو صفریو، صفر دو، صفر درې قطعو له خوا ترسره کيږي چې په خپلو عملياتو کې هيڅ ډول جنګي قانون نه مراعتوي او تر ډيره عامه ځآيونه، مسجدونه، مدرسې، کلينيکونه، ښوونکي او عام خلک د خپلو بریدونو هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button