د کابل ولايت څخه ولسي جرګې ته وروستي ليست کې نهه ښځې او څلورويشت نارينه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۵)
د افغانستان د انتخاباتو کميسيون له څو مياشتو ځنډ وروسته بالاخره په دې وتوانيد چې د کابل څخه د ولسي جرګې د برياليو نوماندانو وروستی ليست خپور کړي.
د انتخاباتو کمېسيون څخه په خپاره شوي ليست کې له کابل څخه ولسي جرګې ته نهه ښځې او څلورويشت نارينه و نومونه راغلي دي.
د انتخاباتو کمېسيون څخه خپور شوي وروستي ليست کې د اجمل رحماني، عبدالقیوم خېرخواه. خان اغا رضايي. محمد خان احمدي.فدا محمد الفت صالح. احمد جاوېد جیحون. میر امان الله ګذر.امیر ګل شاهین. غلام حسین ناصري. رمضان بشردوست.سید محمد محمدي. الله ګل مجاهد. خان محمد وردک. میر افغان صافی. نجیبالله ناصر.حبیب الرحمن سیاف.انورخان اوریا خېل.عبدالرزاق استالفي.توفیق وحدت.زړګی حبیبي.محمد نعیم وردک.حفیظ الله جلیلي.عرفان الله عرفان.عبیدالله کلیمزی وردک.فاطمه نظري.نظیفه ذکي.شینکۍ کړوخېل.مرسل نبيزاده.فوزیه ناصریار ګلدریي.روبینا جلالي.مریم سماء.زهره نوروزي او پروین دُرانۍ هغه ۳۳ تنه دي چې د برياليو کسانو په وروستي ليست کې يې نومونه راغلي دي.
د تير کال په ميزان مياشت کې د ولسي جرګې انتخابات شوي و خو د کابل د وروستيو پايلو اعلان اووه میاشتې وځنډيد چې لامل يې په ټاکنو کمېسيون کې درغلي او فساد بلل شوی دی.



