تاريخ به شپني عمليات د “وحشي عملياتو” په حیث ثبت کړي

ډاکټر یوسف اکبیر
پښتو کې یو متل دی وایي چې زور مې په تا نه رسي مړ به دې پلار کړم، د امریکا په لاس کینول شوي ګوډاګی حکومت خپل ټول وس کړ څو طالبان مات کړي خو توان یې ونه رسید، او لامل یې معلوم دی چې د شیطان په لاره کې جګړه کوونکی حتما ناکامیدونکی وي او دا د الله تعالی امر دی چې فرمایلي یې دي: فقاتلوا اولیاء الشیطان ان کید الشیطان کان ضعیفا() یعنې د شیطان دوستانو سره جګړه وکړئ او له شک پرته د شیطان مکر کمزوری وی، نو همدا وجه وه چې له تیرو 18 کلونو راهیسې ګوډاګۍ اداره د طالبانو پر وړاندې ناکامه ده، اوس ورته د نړۍ ستر شیطان امریکا ورته بل کید او چل وروښود چې ګوندې طالبان له دې لارې ناکام کړي چې هغه شپنۍ چاپې دي، چې د تورې تیارې نه په ګټې اخیستنې سره د غلو او ځناورو په څیر د جاسوسانو د راپور په اساس کې راپور درست وي او که درواغجن په نیمه شپه د خلکو پر کورونو ورځي د خلکو د کورونو دروازې پر بمونو الوزوي، ښځې او ماشومان چغوي، او نارینه یې له تیغه تیروي.
تاسې فکر وکړئ که دا ډول شوم اعمال د طالبانو لخوا ترسره کیدای نن به غربي میډیا ټوله دنیا په سر اخیستې وای، د نړۍ ټولو رسینو به دا ډول خبرونه ښکته پورته کولای، خو متأسفانه د ګوډاګي حکومت په دې وحشیانه چاپو له ولس او ملت پرته نور ټول آن ریاست جمهوري چُپه خوله، سره له دې که ثابته هم شي چې په چاپه کې بېګناه خلک وژل شوي خو یو حکومتی چارواکی هم خپله خوله نه خلاصوي، پرته له هغې چې کله د کوم چاوراکي خپلوان پکې زیانمن شي لکه څو ورځې وړاندې چې د ننګرهار په چپرهار کې هغه کورنۍ زیانمه شوه چې د ولسي جرګې د رئیس مسلمیار د خپلوانو له جملې نه و، نو مسلمیار سملاسي غبرګون وښود او ویې ویل چې باید تحقیقات وشي او زیاته یې کړه چې په دا ډول چاپو کې 90٪ عام بیګناه خلک شهیدانیږي.
نور که ورځ پرته له نغې عام خلک وژل کیږي نو هغه بیا هیڅ یو حکومتي چارواکي ته عام خلک نه ښکاري بلکې د مسلمانانو، افغانانو خو لا لرې خبره ده آن انسانان ورته نه ښکاري، د بشر حقوقو ډلې ټپلې چې تل د بشریت د حقوقو دعوې کوي هم د دغه ډول چاپو پر وړاندې خپل موقف نه ښکاره کوي پدې معنا چې دا عام خلک ورته بشر نه ښکاري، دا بشر یواځې خپل ملت او خپلو خلکو ته بشر ښکاري چې نن یې د بې وسۍ له کبله د ژړا فریاد او چیغو وهلو نور هیڅ هم نشي کولای.
خو مونږ به دغو بې وزلو خلکو بې وزله ولس او بې وزله ملت ته د رسول الله هغه ویناوې په مخ کې کیږدو چې تل به یې د غمونو او آفتونو پر مهال پرې د مسلمانانو زړونو ته تسکین ورکاوه او هغه دا چې باید د غم پر مهال ووایی چې: حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر.
ملت او ولس دې یاد ولرې چې د فعلي ګوډاګي حکومت چې د یهودو او نصاراو لخوا د قدرت په ګدۍ کینول شوی نه پاتې کیدونکی حکومت دی، او تاریخ به یې دغه شپنۍ چاپې د خرو د لغتو او یا وحشي عملياتو په حیث په تاریخ کې ثبت کړي. او چې کله هم دغه حکومت د خدای په فضل او د شهیدانو د سرو وینو په سیلاب او د ملي پاڅون د سمندر په څپو کې راګیر او غرق شو بیا به له یوه یوه سره د اوسنیو روانو بیګناه وینو حساب ترسره شي، و ما ذلک علی الله بعزیز.
او د خره لغتې ورته ځکه ویل کیږي چې خر هم شاته نه ګوري چې څوک یې تر شاه ولاړ دی؟ ماشوم دی که زنانه که سپین ږیری او که ناروغ خو بس خپله لغته وهي که څوک یې پر خوله وواهه او که په بل ځای، همدغه راز که د شپنیو عملیاتو حالت ته ځیر شو عین لغتې دي، دا نه ګوري چې پرته د محکمې له اجازې چې د هیواد قانون دی د یو چا کور ته ننوتل او دا نه کتل چې راپور حقیقت لري او که نه، او دا نه ګوري چې که ماشوم یې وواژه یا ښځینه او یا سپین ږیری. بس خپلې لغتې وهي او د طالبانو پر ځای پر عامو خلکو خپل زړونه او د خپلو یه نصارو زړونه یخوي او بس.



