جوادظریف: امریکا په فارس خلیج کې کړکېچ زیاتوي، اوهڅه کوي چې وضعیت پېچلی کړي
کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۲۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا لخوا په فارس خلیج کې وروستي اقدامات پارونکي بلل شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، امریکا د ۲۰۱۵میلادي کال له اټومي تړونه وتلې ده خو دوی به بیا هم له زغمه کار واخلي او دې موافقې ته به ژمن پاتې شي.
هغه په توکیو کې له جاپاني چارواکو سره په خبرو کې ویلي، امریکا په فارس خلیج کې کړکېچ زیاتوي او هڅه کوي چې وضعیت پیچلی کړي او د امریکا دا غیر ضروري اقدامات د منلو نه دي.
هغه زیاته کړې، ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي موافقې ته ژمن دی او دا خبره نړیوالو څارونکو هم په وار وار کړې ده چې ایران دا موافقه عملي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا په خلیج او منځني ختیځ کې خپل پوځي ځواک زیاتوي، له همدې سره بریټانیا پرون ویلي وو ممکن ایران او امریکا خپلو کې سره ونښلي.
خوامریکايي ولسمشریوځل بیا ایران ته په اشارې ویلي چې دی خپلوپریکړو ته ژمن دی، خوایران باید دخبرو له لارې دقضیې حل ته مخه کړي.
ایران تردې وړاندې هم له خبرو انکار کړی وو، خوداځل یې لا تراوسه ددې په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.



