د ویسټ انډیز لوبډلې کپتان: غواړم له افغان لوبډلې د خپلو ماتو بدل واخلم

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۷غوایي، ۱۳۹۸)

د ویسټ انډیز ملي لوبډلې کپتان جایسن هولډر ویلي چې له افغان ملي لوبډلې به د خپلو ماتو بدل اخلي.

د هولډر په خبره چې د۲۰۱۹ نړۍ وال جام سیالیو کې له افغانستان سره لوبې ته منتظر دی.

هولډر د افغان ملي لوبډلې وړتیا ستایلي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان یو ښه ټیم دی او ورځ تر بلې مثبت تغیر کوي.

دی وایي چې د ۲۰۱۸غوراوي سیالیو کې یې له افغانستانه دوه لوبې بایللي دي.

د هولډر په خبره چې د ۲۰۱۹نړۍوال جام سیالیو کې به دی له افغانستانه د خپلو ماتو بدل اخلي.

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په ۲۸مه نیټه به په لندن کې د ۲۰۱۹نړۍوال جام سیالۍ لومړۍ لوبه بیل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button