کابل ټکی کام( شنبه، ۲۷، غوایي، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چین ته تللی او هلته له چینایي چارواکو سره د روانو حالاتو په اړه غږیدلی دی.
ظریف د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د امریکا د غیرقانوني او ناوړه کړنو له امله د منځني ختیځ حالت خراب شوی دی.
د نوموړي په خبره دا ټول د امریکا د مضرانه کړنو نتیجه ده چې په منځني ختیځ کې کړکیچ ورځ تر بلې زیاتیږي.
ظریف همدا رنګه له روس او چین څخه غوښتي د ۲۰۱۵میلادي کال د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ له شوې موافقې څخه باید ملاتړ وکړي.
ایران دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکا فارس خلیج ته خپله الوتکې لیږدونکې بیړۍ لیږلې ده.
تیره ورځ د ایران سپاه پاسداران پوځي ځواک ویلي وو چې په فارس خلیج کې د امریکا بیړۍ په نښه کولای شي.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ ورځ تر بلې زیاتیدونکی دی او دواړه هیوادونه یو بل ته په سختو ګواښونو بوخت دي.


















