کابل ټکی کام( شنبه، ۲۷، غوایي، ۱۳۹۸)
د پاکستان د سرحدونو وزیر ویلي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره او نورې اړوندې ادارې دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ګړندۍ کړي.
شهریار افریدي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، له مشر روینډریني مینیکډیویلا سره لیدلي دي او ویلي یې دي چې پاکستان د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ته لومړیتوب ورکوي خو نور باید د دې کډوالو د ستنولو لړۍ ګړندۍ کړل شي.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د شهریار له قوله ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې ۱۵۲۸ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. نوموړي په یو این ایچ سي ار غږ کړی دی چې مرستندویه ادارو ته دې لارښونه وکړي څو له دوی سره د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.
تردې وړاندې ایران هم ګواښ کړی و چې دوی به دافغان کډوالو ډلییز شړل پیل کړي، وروسته بیا افغان چارواکو په ایران نیوکې وکړې چې دکډوالو موضوع ته دې سیاسي رنګ نه ورکوي، اودنړیوالو قوانینو مطابق دې دکډوالو سره خپل چلند وکړي.


















