کابل ټکی کام( شنبه، ۲۷، غوایي، ۱۳۹۸)
وروسته ترهغې چې امریکایي ځواکونو په هلمندولایت کې ددولتي ځواکونو یو بېس خپل هدف وګرځاوه، اولسګونه دولتي سرتیري یې ووژل، دهېواد پخواني ولسمشر حامدکرزي یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو د نظامي عملیاتو او هوایي بریدونو پر دوام خواشیني څرګنده کړې او په هلمند ولایت کې یې پر دولتي پولیسو د بهرنیو ځواکونو دا هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزی د نظامي عملیاتو او هوایي بمباریو دوام چې پرته له افغان وژنې بله نتیجه نلري، په کلکو ټکو غندي.
سرچینه د حامد کرزي له قوله کاږي، په هېواد کې د روانې جګړې قربانیان دواړو خواوو ته یوازې افغانان دي نو له همدې امله له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې له جګړې او وینې توېدنې لاس واخلي او په هېواد کې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره د خبرو او تفاهم لار خپله او د بین الافغانی مذاکراتو هڅې ګړندۍ کړي.
یاده دې وي چې دکرزي په وخت کې هم دا رنګه بمبارۍ او شپنۍ چاپې وې، خو نوموړي به داوسنیو حاکمانو پشان هرڅه په سکوت نه حلول، بلکه ده به بیا هم په ځان کې دتأسف او غندنې واک لیده، او غندنه به یې کوله.


















