کابل ټکی کام( شنبه، ۲۷غوایي، ۱۳۹۸)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر د ناټو ویاند ته یو توند د غبرګون ټویټ کړی دی.
د ناټو ویاند ډیوبټلر ویلي وو چې د امریکا په ګډون ټول سوله غوښتونکي دي خو په خبره یې یوازې طالبان سوله نه غواړي.
مجاهد د ډیوبټلر د دې څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې هیڅ یو رښتونی افغان ستاسو په موجودګۍ کې سوله نه غواړي بلکې ستاسو شړل یې هدف دی.
نوموړي لیکلي”تر څو چې تاسو زموږ په ملک باندې له وسلو او دسیسو سره قابض وئ، هيڅ ريښتونی افغان هم سوله نه غواړي، بلکې ستاسو شړل غواړي.”
طالب ویاند ډیوبټلر ته په خطاب کې ویلي چې تاسو باید د امریکا نمائندګي وکړئ، نه د افغانانو او په وینا د دې په ځای باید د خپل اشغال په پای ته رسیدو غور او فکر وکړئ.
مجاهد همدا رنګه د ناټو ویاند ته وریاده کړې: “دوی باید درک کړي چې اسلامي امارت امریکاته نه دي درغلي چې ستاسو ملک يې نیولی وي، بلکې برعکس امریکا راغلی او زموږ ملک يې اشغال کړی.”
د طالبانو او ناټو ویاندویانو ترمنځ دا د ټویټر شخړه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې ویل کیږي په نږدې راتلونکې کې به یو ځل بیا طالبان او امریکایان په دوحه کې خبرو ته سره کیني.


















