زابل: پوليس خپل څلور عسکر ملګري وژلي؛ خپله طالبانو ته ورغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳۱)

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه پوليس خپل څلور عسکر ملګري وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.

پيښه نن سهار د یادې ولسوالۍ مربوط د سرخ سنګ سيمې کلي ته نږدې د کوټنۍ په پوسته کې رامنځته شوې ده.

د زابل امنيتي سرچينې پيښه تاييدوي په وينا يې نوموړی پوليس له ډيرې مودې راهيسې په پوليسو کې دنده کړې او سهار مهال د خپلې پوستې ملګرو له وژلو وروسته لادرکه شوی دی.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې نوموړی پوليس د دولت په نظامي ليکو کې د دوی نفوذي کس و چې څلور پوليس يې وژلي او له وسلو سره طالبانو ته ورغلی دی.

د احمدي په وينا، بريدګر پوليسو طالبانو ته له ځان سره نهه ميله بيلابيل ډوله وسلې او مهمات هم وروړي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم د ورته ډول بریدونو مسؤوليت په غاړه اخيستی او په خپلو اعلاميو کې يې ويلي چې د دولت په نظامي لیکو کې لسګونه نفوذي کسان لري چې له موقع څخه په استفادې به په بهرنيو او دولتي چارواکو او نظامي کسانو بريدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button