کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
سومالیا کې په یو دولتي موټر برید نهه کسان وژلي.
سومالیایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد په پلازمېنه موګادیشو کې یو بریدګر په موټر برید کړی چې په نتیجه کې یې نهه کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره په وژل شویو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین الابي فحیي هم شامل دی. برید پر هغه موټر شوی دی چې دولتي کسان پکې سپاره وو.
برید ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په داسې حال کې شوی دی چې یاد موټر تلاشي ته ولاړ وو. د برید پړه په سومالیا کې فعالې الشباب ډلې پر غاړه اخیستې ده.
الشباب ډله په سوماله کې ستر فعالیت کوي چې وخت ناوخت په دولتي ځواکونو بریدونه هم ترسره کوي.
















