لیکوال: امین وردګ
اجازه راکړئ چې نن د مینې په هکله هم یو څه درته ډالۍ کړم !
مینه هغه فرښته ده چې خندول هم کوي ځورول او ژړول هم.
مینه داسې شمال دی چې د هر زړه پاڼه یې (د ژوند په اوږده مزله) کې خامخا یو ځلې ښورولې ده، مګر هر چاته په ځانګړي رنګ کې ورځي! مانا دا چې؛ د ټولو خلکو مینې یو رنګ نه دي.
مینه یوه داسې جاذبه قوه ده، چې کشش یې تر ټولو جاذبو لوړ او زورور دی، ځکه چې په غیر اختیاري توګه رامنځته کيږي او هېڅ قانون نه مني.
د الله په ټول مخلوق کې مینه خلط او ګډه ده، داسې هېڅ شی هم الله جل جلاله نه دي پيدا کړي چې مینه دې پکې صفر ٪ سلنه وي.
دا چې د مینې تعریف د نړۍ په ټولو کاغزونو کې هم نشي ځايېدلای؛ نو موږ اوس په همدغو بسنه کوو او راځو اصل مطلب :
مینه ناګهانه او نېغ په نېغه د انسان زړه ته ننوزي؛ هېڅکله هم له مغز سره کار نه پيدا کوي او نه د انسان له عقل څخه اجازه غواړي.
ځکه خو موږ ویلای شو چې د عقل ځای دماغ او د مینې ځای زړه دی.
دا چې زړه پاچا او دماغ یې وزير دی؛ نو موږ دا ادعا هم کوو چې کله یو څوک مین شي، هغه نو بیا نه د خپل عقل منلای شي او نه د بل.
مین سړی ښه پوهيږي چې په مینه کې مې تاوان دی ، خو بیا هم دا د زهرو ډکه پياله په سر اړوي او پدې مزل کې د هېچا خبره هم نه مني ځکه چې د خبرې تحلیل عقل کوي او بیا یې د منلو له پاره زړه ته ليږي خو دلته عقل ناکام دی؛ نو مین سرګردانه او لالهاندی مخته روان وي.
تاسو مینان ډېر مه ملامتوئ! ځکه چې هغوی ته ناګهانه ورپېښه شوې وي، هغوی نشي کولای چې تصمیم و نیسي؛ مانا! مریضان یې وګڼئ، بیا هم وایم تصمیم نیول د عقل کار دی او په مینه کې عقل ګونګ پاتې شوی.
هو ! چې کله مینه زړه ته ننوزي، بیا عقل ځینې مشورې ورکوي مګر د آمر په توکه نه، بلکې د مشاور په توګه؛ چې کله کله د مینې له خوا سخت پکې تحدید هم شي.
هو ! د مینې پيدا کېدل خو یوه غیر اختیاري پېښه ده، مګر په دوام کې يې بیا عقل حدود ټاکلی شي، چې تر یوې اندازې مینه هم سر ورسره ښوروي؛ مګر د عقل داسې مشوره نو بلکل نه مني چې ((راشه او مه راځه)) یوازې دا منلای شي چې ( څنګه راشه او څنګه مه راځه) دا هم نه مني چې (کله راشه او کله مه راځه)
سوال دا دی چې: کله مینه (په غیر اختیاري توګه) نېغه د انسان زړه ته ننوزي، نو له انسان څخه به څنګه پوښتنه کيږي او دده مسؤلیت به څه وي؟
زه کله کله داسې فکر هم کوم چې کېدای شي د محاسبې په ورځ انسان مینه له یخن څخه کلکه ونیسي او د خدای حضور ته یې کش کړي او هلته د خپلو ناخوالو او غمونو پوښتنه ترې وکړي او دا هم ورته ووایي چې؛ زما د زړه په دورازه بې ټکټکه او بې اجازې ولې ننوتې وې؟
الله پاک د سوره البقرې په پای کې همدغه خبره پاکه کړې چې ((نفس یوازې په هغه څه کې مسؤل دی چې د ده په واک او اختیار کې وي)) نو زه فکر کوم؛ دغه پوښتنه به انسان ته نه متوجه کيږي چې ((ولې مین شوی یې؟))
هو! دا به ترې وشي چې ((په مینه کې دې ولې هاغه او دغه وکړل؟ دا خو ستا په اختیار کې وو!))
پاتې شوه پاکه او ناپاکه مینه ! چې خلک یې د ژبو په سرو ګرځوي.
مینه پاکه او ناپاکه نه لري! ټولې مینې پاکې دي، مګر ناپاکي یې له حدودو څخه وتل دي، نه په خپله مینه.
هو! ددغې مریضۍ د مخنیوي له پاره هم الله پاک (په قرآن کريم کې) یوه نسخه موږ ته ښودلې چې هغه په سوره النور کې نر او ښځې ته له نامحارمو څخه د خپلو سترګو د ساتلو توصیه ده.
سترګې د مینې د پيدایښت تر ټول ستر لامل دی! یعنې کله چې څلور بېګانه سترګې سره یو ځای شي ارو مرو یو څه منځته راځي؛ مګر په هغه صورت کې چې د دوی لیدنه عادي وي او مینه و نه زيږوي.
دا موضع یو پوره کتاب غواړي (چې ما ليکلی هم دی مګر چاپ شوی لا نه دی) خو موږ خبرې رالنډوو.
زما هدف دا نه دی چې؛ ځوانان او ځوانانې دې یو له بل سره مینې او نامشروعو اړیکو ته تشویق کړم، بلکې توصیه مې دا ده چې؛ په لومړي سر کې له یو بل نه سترګې وساتئ، چې دا د الله جل جلاله امر دی، خو که احیاناً در پېښه شوه، بیا له یو بل سره تر حدودو مه اوړئ او یو بل درک کړئ مګر پام مو وي چې څوک تر دغه قانون لاندې تاسو تېرنباسئ.
خصوصاً خویندې! ډېر هلکان شته چې نجونو ته ګلې باغې شنې کوي او هر څه په دروغو ورته وايي، هدف یې دا وي؛ تر څو د هغې له بدن څخه غلطه ګټه پورته کړي او یا نجونې هلکانو ته په دروغو قسمونه خوري چې هاغه دي او داغه دي… نو د دې ټولو بدو پېښو لامل یوازې له حدودو څخه تجاوز دی او بس.
آخرنۍ توصیه مې دا ده چې؛ هر څومره کولای شئ (د عقل له لارې) له دغې ساري ناروغۍ څخه ځانونه و ساتئ، ځکه چې له پېښې وړاندې عقل پوره حاکم وي، خو چې کله مینه زړه ته لاړه، بیا یې عقل په وړاندې کلک نشي درېدلای او یوازې مشورې ورکوي هغه نو که ومنل شوې او که نه.
خو د هلکانو دې خدای مل شي ! د اوسنیو نجونو له تورو پرودو څخه راوتلو سترګو ته ټينګېدل! دا ډېر ګران کار دی.
الله پاک دواړو (ښځو او نرو) ته ویلي چې ((سترګې مو سره وساتئ)) مګر نجونو ناځوانانو نور ځان پټ کړی وي خو سترګې يې لوڅې او ټوله ورځ یې جنګوي، اما پام مو وي ګورئ! دا کار هم زیاتره هغه نجونې کوي چې نورې بدرنګې او سترګې يې یو څه ښائستې وي.
طبعي خبره ده چې سترګې د هر چا (نسبت نور بدن ته) ښکلې وي ږ، نو نجلۍ چې نور مخ پټ کړي او سترګې لوڅې؛ تاسو باید دغه نکته هېره نکړئ چې ((نور صورت او بدن یې ارو مرو بدرنګ دی)) هسې نه چې خدای مکړه په کومه شادي مو زړه بایللی وي!.
















