یوناما په هوایي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبللې په اړه اندیښنه ښودلې

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۲غبرګولي، ۱۳۹۸)

د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې مرستندویه “یوناما” ادارې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندیښنه ښودلې ده.

یوناما د هلمند او کونړ هوایي بریدونو ته اشاره کړې چې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لخوا په ګډه ترسره شوي دي.

دا بریدونه د هلمند په ګرشک او د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې شوي دي.

په دې بریدونو کې لسګونه بیګناه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ماشومانو په ګډون ښځې هم پکې دي.

د یوناما د راپور له مخې چې په دې بریدونو کې ۱۴ تنه ملکي کسان وژل شوي چې ۵ میرمنې او ۷ تنه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل دي.

یوناما د کونړ او هلمند دا برید په داسې حال کې غندي چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د ګډو ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو زیاتوالي خلک په اندیښنه کې اچولي خو وایي د دوی اندیښنې هېڅ نتیجه نه ورکوي ځکه چې حکومت یې په ضد هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی.

څو ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو په یو هوایي برید کې لسګونه امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته خو افغان حکومت یې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود.

د سوشل میډیا فعالانو افغان حکومت ننګولی او وایي، که حکومت د ملکي تلفاتو په اړه څه نشي ویلای نو کم از کم د خپلو سرتیرو د وژل کیدو په اړه خو دې څه ووایي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button