له ګوانتانامو د القاعدې یو غړی سعودي ته سپار ل شوی

کابل ټکی کام  (چهار شنبه، مرغومی ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل):

نړایوالو رسنیو نن خبر خپور کړی، چې د امريکا په متحده ایالاتو ګوانتانامو زندان څخه یو سعودي تبعه خوشی شوی او د سعودي حکومت ته سپارل شوی .

د خبر له مخې دغه خوشې شوی بندي چې ویل کیږي د القاعدې جهادي ډلې سره تړاو لري محمد عبدالرحمان الشمراني نوميږي.
د پنټاګون وياند ګيري روز ويلي، چې عبدالرحمن الشمراني يې د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته استولى.
الشمراني سعودي تبعه، چې ۴۰ کاله عمر لري، له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې په ګوانتانامو زندان کې د بند شپې تېرولې، چې د دوشنبې په ورځ سعودي حکومت ته وسپارل شو .

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د ګوانتانامو په زندان کې د ترهګرۍ په تور نيول شوي ۱۰۳  زندانیان پاتې دي، چې له مختلفو هېوادونو سره تړاو لري .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button