کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۳ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
په افغانستان کې ورځ تر بلې د طالبانو د واک ساحه پراخیږي، او ورسره د ملت همکاري او پر دوی باور هم قوي کېږي.
د سیمې خلک د خپل حق غوښتلو لپاره د دولت پر ځای د طالبانو سیمو ته ورځي او خپلې شته مسئلې هواروي.
تېره ورځ طالبانو د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د شرعي محکمې په ترڅ کې یو کس د ټولو خلکو په مخ کې قصاص کړ.
دغه کس چې عبدالاحد نومیږي، د اسرائیل زوی د جوند ولسوالۍ د چمنبید اوسیدونکۍ دی، دوه میاشتې وړاندې نثار احمد د عبدالغفور زوی په ناحقه وژلی وو، د کورنۍ لخوا یې په ډېر مظلومیت سره د طالبانو شرعي محکمې کې دعوه شوې وه، د پوره معلوماتو او شاهدانو څخه وروسته د طالبانو شرعي محکمې د قاتل د قصاص حکم وکړ، او د مقتول کورنۍ غړیو ته یې د ټوپک په لاس کې اخیستو اجازه ورکړه چې ويې وژني.
که څه هم د منطقې علماوو د مقتول کورنۍ ته ډېر درخواستونه وکړل چې قاتل دې معاف کړي خو دردېدلې کورنۍ ونه منله او خپل قصاص یې واخیست.
په سیمه کې خلک وايي چې د طالبانو په شتون ډېر خوښ دي او ددوی ټولې فیصلې د طالبانو لخوا حل او فصل کيږي.
دوی وايي چې کله هم دوی دولت ته عریضه کړې ده نو له هرڅه مخکې هغوی د پيسو غوښتنه کوي نو که یو کس دوه لکه روپۍ ورکړي هغه بل بیا بل قاضي ته څلور لکه ورکوي، فیصله د هغه چاپه حق کې کيږي چې ډېرې پيسې ورکړي، او بس.
په جلال اباد ښار کې یو دکاندار قاري نثار وايي چې له ډېره وخته دوی د طالبانو محاکمو ته مراجعه کوي او ددوی پېښې شوې ستونزې د شریعت په رڼا کې فیصله کوي.
په افغانستان کې طالبان اوس هم خپل امارت اسلامي ترنامه لاندې خپل واکمني ساتلې ده، د کابل او مزارشریف څخه علاوه په نورو ټولو سیمو کې طالبان ۹۰ فیصده په زړونو واکمني لري. خلک دوی ته مراجعه کوي، دوی په ولس کې ځانونه ځای کړي دي.
په کابل کې یو قاضي چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه وايي چې دولتي قاضیان یوازې د هغو خلکو دوسیو باندې کار کوي چې یا خو یې له دولت سره لانجه وي او یا یې کسان په بند کې پراته وي، دی زیاتوي چې عوام له دولت څخه راضي نه دي، او ټوله مراجعه د طالبانو محاکمو ځکه جلب کړې ده چې هغوی د حقداره کس په حق کې ژر فیصله کوي او هغوی فیصله ښکاره ځکه وي چې هغوی دفتر نلري د ولس په کورونو کې وي، نو له همدې وجې له ولس سره غداري هم نشي کولای.

















