(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۵)
وړمه شپه د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو اړوند یوه چورلکه نسکوره شوه چې د سرچينو په وينا بهرنيانو او دولتي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم پرون دولتي سرچينو د چورلکې نسکوريدل تاييد او دا يې یوه تخنيکي ستونزه یاده کړه چې په وينا يې هيڅ کوم عسکر ته پکې تلفات نه دي اوښتي، چورلکې خپله عسکرو سوځولې خو تازه د ناټو وياند منلې د چورلکې نسکوريدو پيښه کې بهرني عسکر ټپيان شوي دي.
د ناټو یوه وياند رسنيو ته ويلي، چې د يادې چورلکې افغان او بهرنۍ عمله ټپيان شوي خو په وينا يې روغتيايي وضعيت يې ښه دی.
د ناټو دغه وياند وايي، چې چورلکه هغه مهال نسکوره شوه چې دوی غوښتل په سيمه کې عمليات ترسره کړي.
ناټو د دغه الوتکې نسکوريدو پيښې د ټپيانو او یا پکې د عسکرو د وژل کيدو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.
چورلکه د يادې ولسوالۍ اړوند د هرمزبازار ته نږدې د طالبانو په سيمه کې نسکوره شوې وه چې طالبانو او ځايي خلکو يې ترې ويډيوګانې کړي او په سوشل ميډيايې انځورونه هم خپاره شوي دي.
طالبان وايي، په سیمه کې د بهرنيو ځواکونو اړوند اپاچي هليکوپتر چې د چاپې په نيت راغلي و نسکوره کړل شوې، چورلکه او ټوله سپرلۍ يې له منځه تللې او د ګډو ځواکونو چاپه يې ناکامه کړې ده.
ډير کله د ګډو ځواکونو شپني عمليات د طالبانو له کمينونو سره مخ کيږي چې بهرنيانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي.















