د ادرک چای څښل مو د ګُردو ډبرې ختموي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۵)
که څه هم ادرک په قطغ کې د خوند جوړولو لپاره کارول کيږي او دغه راز بيلابيلې ډيرې فايدې لري چې روغتياپوهانو يې په اړه معلومات ورکړي دي.
خو دا ځل څيړونکي وايي، که د چا په ګُردو کې تيږې “ډبرې” وي نو د ادرک چای په څښلو سره يې د ګُردو ډبرې ختميږي.
د the-naturalhomeremedies.comويب سايټ د روغتيايي څيړونکو له قوله ليکلي، چې د ادرک چای څښل په ګُردو کې د تيږو ماتولو او له منځه وړلو کې مرسته کوي.
د څيړونکو په وينا، که د ګُردو ناروغ د ورځې یوه پياله د ادرک چای وڅښي نو تر څه مودې د دغه عمل په جاري ساتلو سره د ګُردې تيږې ختمې شي.
د ادرک چای جوړولو طريقه: په یوه پیاله اوبو کې ادرک او کورکمن تر لس منټونو لپاره جوش کيږي او چې له جوش راښکته کړل شي بيا ورسره د کوپرې اوبه او شهد اچول کيږي او څښل کيږي.
د کوپرې اوبه په خپله اندازه ور واچوئ او شهد به هغومره اندازه اچوۍ چې څومره خواږه تاسې څښلای شئ.
نوټ: د ادرک چای سره هاضمه ښه کيږي، معده قوي کېږي، د وينې غوړ کنتروليږي، بدن تازه او غوړ ساتي، د معدې تيزابيت له منځه وړي، که څوک غواړي چې وزن يې کم شي نو د ادرک چای په خاص ډول استعمالولو سره يې وزن هم کميدلای شي او دغه راز ډيرې نورې ګټې هم لري.



