هلمند: نادعلي کې ۳۳ امنیتي منسوبین له خپلو دندو لاس په سر شوي

کابل ټکی کام  (چهار شنبه، مرغومی ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل):

د هلمند ولایت نه په تازه ورکړل شوو راپورونو کې ويل شوي دي، چې ددغه ولایت نادعلي  ولسوالۍ کې ۳۳ تنو پولیسو او د ملي پوځ عسکرو خپلې دندې پرېښي او بېرته خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي.

د خبر له مخې دغه عسکر د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې امنیتي پوستو او په قرارګاو کې په  دندو ګمار شوي وه، چې بيرته له خپلو دندو راګرځېدلي .

نن طالبانو د یوې رسمي اعلامي له لارې اعلان کړی، چې یادې ولسوالۍ کې په تېرو ۲ میاشتوکې ۳۳ امنیتي او پوځي عسکر دوي ته تسليم شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه دولتي کسان د دوي  د بلنیز ځانګړي کمیسیون د هلوځلو په نتیجه کې له خپلو دندو وتلي او په کور ناست دي .

دغه راز یو شمېر بیا بېرته د طلبانو لیکو ته ورغلي او د دولت په ضد جنګيږي.

د دغې اعلاميې له مخې طالبانو د تسليم شویو عسکرو او پولیسو نومونه په لاندې ډول ښودلي دي:

الله داد ولد عبدالرازق دنادعلي ولسوالۍ د سه ویک غربي اوسیدونکی ، سیدرحمن ولد سیدرحیم دمارجې ولسوالۍ دبلاک   ۵ اوسیدونکی له یوکلاشنکوف سره، صادق ولد لعل محمد د سه ویک غربي اوسیدونکی، درانی ولد عبدالحکیم دمارجي دبلاک ۵ اوسیدونکی، ولي جان ولد دلبردمارجي د تازه ګل دکوټي اوسیدونکی له یوکلاشنوف اوچانټي سره، عبدالاحد ولد عبدالصمد دناوي د دخرابي اوسیدونکی، محمد ولد عبدالاحد د سنګین ولسوالۍ دڅاروان قلعه د بستانزو دکلي اوسیدونکی، نیک محمد ولد جان محمد دنوزاد ولسوالۍ   د دوبندي دسیمي اوسیدونکی، حبیب الله ولد عبدالشکور دسه ویک غربي سیمي اوسیدونکی، دادګل ولدمحمد جمعه دروزګان دچهارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی، عبدالولي ولد محمددین دشاول مانده، عبدالحکیم ولد محمدنادر دمارجې دسستاني اوسیدونکی، ولي جان ولد محمدنادر چې یوتن پولیس یې قتل کړی دچانجیر اوسیدونکی، عبدالمالک ولد ګل احمد دمارجي ولسوالۍ د جانداد بلاک اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف سره، صالح محمد ولد عبیدالله دسه ویک غربي اوسیدونکی، نظرمحمد ولد یارمحمد دشامیرزابل، نور الله ولد ښایسته خان دپکتیا د ډنډ ولسوالۍ له یودرازکوف سره، نجیب الله ولد محمد آمیر دنوزاد ولسوالۍ اوسیدونکی، عبدالظاهر ولد عبدالغفور دمارجي دعبدالرحمن بلاک اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف سره، عتیق الله ولد محمدالله دباباجي دمالګیر اوسیدونکی، عبدالرحمن ولد عبدالحکیم دروزګان ولایت دچهارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی، خان اغا ولد احمد دسه ویک غربي اوسیدونکی، نظرعلي ولد معشوق دچهارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی، صدیق الله ولد نعمت الله دمارجي ولسوالۍ دکورو چارراهي اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف اویوموټرسایکل سره، فریداحمد ولدجانان دسه ویک غربي، حکمت الله ولد عبدالله دزرغون کلي، عبدالصمد ولد طالب دخوشا کلي اوسیدونکی، عزت الله ولد شین دچانجیراوسیدونکی، امین الله ولد باریداد دګورف شیش اوسیدونکی، پایند ولد محمدزی د نادعلي د قاري دکلي اوسیدونکی، حیات خان ولد عبدالله   دسه ویک غربي اوسیدونکی، بازمحمد ولد نورمحمد دزرغون کلي اوسیدونکی، امیرمحمد ولد ضیاء الدین د سه ویک شرقي اوسیدونکی، عبدالمالک ولد ګل احمد دمارجي ولسوالۍ د جاندادبلاک اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف سره، ګران ولد عبدالحلیم دچانجیر اوسیدونکی له یوه کلاشنکوف یو خفیف اویوې چانټې سره.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د افغا ملي پوځ، ملي پولیس، سیمیز پولیس، د چټک غبرګون قطعې او ځانګړي ځواکونو دندې پرېښودل یا پر کور کېناستل او د دطالبانو لیکو ته ورتلل زیات شوي دي، او د دولت چارواکي يې اندېښمن کړي دي.

بلې خوا بیا د طالبانو له لوري د دغو کسانو تود هرکلی او د خوندیتوب کارتونه ورکول کيږي او  د ژوند ساتلو ضمانت يې کيږي، نو د طالبانو دغه ډول چلن د پولیسو او عسکرو لپاره د دولت له لیکو وتلو لار اسانه کړې ده .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button