کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۳ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
په ننګرهار ولایت کې زمونږ خبریال عرفان الله وايي چې د جلال اباد ښار په حساسه سیمه کې د پاکستان د کنسلګرۍ سره نږدي شدیده جګړه اوس هم لا روانه ده.
خبریال زیاتوي چې سیمه د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ده او څوک نه پرېږدي چې له سیمې څخه عکاسي وکړي.
ویل کيږي چې تراوسه شپږ تنه پولیس مړه او ټپيان شوي دي.
مالومه نده چې برید پر کنسلګرۍ شوی دی او که کومه بله موخه یې درلودله، ځکه چې دلته ډېر نور مهم مرکزونه هم شتون لري چې کېدای شي د حملې هدف وي.
د جلال اباد ښار د ملکي روغتون رئیس وایي چې تر لسو پورې یې مړه او ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.


















