شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ګوانټانامو تړلو ژمنه به کله عملي شي؟!

kabull نشرونکی: kabull
جنوري 14, 2016
کټګوریانې: تبصرې
0
8
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امریکایې ولسمشر بارک اوباما د دغه هیواد ولسي استازو ته په خپلي وروستۍ کلنۍ وینا کي ویلي چي: « روان کال کي به د ګوانټانامو زندان وتړي». اوباما په لومړي ځل ټاکنیزو منډو ترړو کي هم وعده کړې وه چي که واک ته ورسید د ګوانټانامو زندان به تړي، کله چي بیا واک ته ورسید په سل ورځو کي یې د ګوانټانامو د بندولو وعده تکرار کړه، اما تراوسه چي اووه کاله تیریږي لا هم اوباما په خپله هغه لومړنۍ ژمنه عمل نه دی کړی.

د اوباما اوسنۍ ژمنه به ځکه پاموړ ارزښت ونه لري چي نوموړي مخکي په ځلونو د دغه بدنام محبس د تړلو وعده کړې او بیا خپلي ژمني ته صادق نه دی پاته شوی، نو اوس هم ښایې د اوباما د تازه ژمني په عملي کولو کلونه وخت نور هم واوړي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

کوم نظام او لیډرشیپ چي له ولس سره کړي وعدې پوره نه کړي، تر دې به نو د دوی د ناکامۍ بل لوی ثبوت چیري اوڅه وی؟ په اصل کي د اوباما د ناکامي مشرۍ یو لوی ثبوت همدغه دی چي په لومړۍ دوره کي له خلګو سره د کړو وعدو په عملي کولو آن تر اوسه چي دوهمه دوره یې پای ته نژدې ده، ونه توانید؟

لکه څنګه چي لوستونکي خبر دي د ګوانټانامو زندان د نړۍ په سطحه هغه بدنام محبس دی چي انسانان د حیوانانو غوندي قفسونو کي ساتل کیږي، داسي قفسونو کي چي سړی نه پکي سم ولاړیدلی شي اونه  پکي سیده غځیدلی شي، بندیان په میاشتو میاشتو یخچال ډوله کوټو کي جزایې کیږي، لاسونو او پښو کي یې ځنځیرونه وي، د غذایې رژیم ګډوډي پکي اوج ته رسیدلې، دارو درمل  او ډاکټر بیخي نشته او یا د ناروغۍ څخه څو اونۍ وروسته ممکن د دواء په نوم څه کپسولونه پیدا شي، هغه هم کله کله په داسي ډول چي بندي په کوم مرض مبتلا وي دواء بیخي د هماغه مرض لپاره نه وي، چي نتیجه کي ناروغ ته د مخکنۍ ناروغۍ سربیره د بل مرض سبب شي.

ګوانټانامو زندان کي د وهلو ټکولو ترڅنګ روحي ځور هغه ورځنۍ چاره ده چي بندیان ډير ترې ځوریږي او کړیږي، مثلا د اسلامي شعایرو سپکاوی تکراریږي، مقدساتو ته توهین کیږي، په اسلامي ثقافت ملنډي وهل کیږي، بندیانو ته په درواغو د هغوی د کورنۍ په نوم جعلي لیکونه او خبرونه ورکول کیږي او داسي نور.

ګوانټانامو محبس کي تر لسو کلونو ډیر وخت مظلوم زندانیان په داسي وحشیانه ډول وساتل شول چي نه یې د خپلي کورنۍ له کوم غړي سره ملاقات وشو، نه مدافع وکیل ورته وټاکل شو او نه هم د محاکمې له خوا په کوم جرم محکوم شول، بس د بشر دوستانو د قانون له مخي بې کناه خلګ تر یوې لسیزي ډیر وخت په دغه کرغیړن زندان کي بې برخلیکه پراته دي.

پردې سربیره  کله کله امریکایې چارواکي د خلګو تیر ایستلو په موخه د مظلومو اسیرانو لپاره  ځیني پوځي افسران د مدافع وکیلانو او ځیني د قاضيیانو په توګه ګوماري، همدغه په اصطلاح وکیلان او قاضیان بیا په پوځي مرکزونو کي مظلوم بندیان د محاکمې په نوم لاس وپښې تړلي په ډير بد حالت کي یوه خوا بله خوا ځغلوي، ځوروي او شکنجه کوي.

تر ډير ځنډ وروسته به هم دا د ډیري خوښۍ او خوشحالۍ خبره وي، که اوباما د ګوانټانامو د بدنام زندان د تړلو ژمنه عملي کړي؛ ځکه مظلوم اسیران به خپلو بچیانو او کورنیو ته ستانه شي او د یو ازاد انسان په توګه به د خپلو حقونو څخه برخمن شي.

د بشر د حقونو سازمانونه، ټولني او بشري فعالان نور باید د ګوانټانامو د وحشي زندان په اړه اوږده چوپتیا ماته کړي او د دغه تور زندان پرضد باید خپل اواز اوچت کړي.

 

مخکینې مطلب

خان صاحب ته نصیحت ضروری دی او که خپل زان ته فکر؟

بل مطلب

د ننګرهار ولس سره د ولسمشر ژمنې د هوا له څپو سره يو ځای شوې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com