د ننګرهار ولس سره د ولسمشر ژمنې د هوا له څپو سره يو ځای شوې

د جمهوري رياست د انتخاباتو په لومړيو کې چې دواړو کانديدانو؛ ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله  کمپاينونه کول د کابل له مرکز پرته يې د يو شمېر نورو ولاياتو يا زونونو سفرونه هم وکړل او په هره کمپايني غونډه کې يې د ولس سره لومړی د امن بيا د اقتصادي پياوړتيا او نور د ژوند اړونده اسانتياوو ژمنې کولې. تر څه وخته خو د دواړو ترمنځ د نا امنۍ مشوره انجړه وه او چې کله ډاکټر اشرف غني ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د ارګ واکمني او ډاکټر عبدالله ته يې اجرائيه رياست  وسپاره ، اشرف غني ولس ته په غونډو کې بيا د خپلو کړو ژمنو په اړه په شونډو ژبه راتېره کړه.  تېره اونۍ ننګرهار ته تللی و ، دا ننګرهار ته د ولسمشرۍ  دويم سفر و.  په ننګرهار کې به د مخه د ننګرهار ولس دا ډول مشرانو ته د بې روزګارۍ او  اقتصادي ستونزو يادونه کوله ؛ خو په ننګرهار کې د نوي را پيداشوو له زغم وتلو نا امنيو اشرف غني ته تر ټولو لومړی له بد امنيو سر وټاکوه چې  ولسمشر د ننګرهار ولس ته ، کابل ته په ستنيدا په ننګرهار کې د امن په اقداماتو ژمنه وکړه آن تردې ، چې  په  ننګرهار کې  يې امنيتي ارګانونه د نوې راپيدا شوې جګړه مارې ډلې داعش پر خلاف دعملیاتو لارښوونه وکړه.  دې ژمنو سره د ننګرهار په ولس کې د ژوند نوې ساه وچليده؛  خو کابل ته په رسيدا اشرف غنی ته  تراوسه پورې د ننګرهار ولس سره خپلې ژمنې ندي وريادې شوي او دا نوې کړې ژمنې هم د انتخاباتي ژمنو په څېر د هوا د څپو سره يو ځای شوې.

تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي  استازي او په اسلام اباد کې د هغه هېواد سفير ريچارډ اولسون سره ليدنه وشوه او لسون حنيف اتمر ته په افغانستان کې د امن ساتلو لپاره د مرستې ډاډ ورکړ ورته يې وويل که په  کوم  ولايت کې ستونزې زياتې وې مونږ چې ناټو په چوګاټ کې دلته څه پوځونه پرېښني دي  د همدې موخې لپاره ، چې افغان ځواکونو سره د اړتيا پرمهال مرسته وکړو. اتمر  د ننګرهار ستونزه ځکه ياده نکړه ، چې اشرف غني څخه هېره شوې وه. په همدې ورځ د مشرانو جرګې غونډه هم وه، چې پکې د ټولو ولاياتو د شته ستونزو په اړه بحثونه وشول . د کابل پلازمينې په شمول د ولاياتو د امنيتي ارګانونو اونورو اړونده چارو مسؤلينو ته د لارښوونو په موخه چې د کورنيو چارو مسؤلينو او د دفاع وزارت سرپرست ستانکزي هم پکې حضور درلود ، په هېواد کې د طالب وسله والو لخوا د جګړو په زياتوالي ، په نا امنه سيمو کې د طالب وسله والو د قوماندانانو او ولايتي مشرانو د ازاد تګ راتګ ، د سيمه ييزو پوليسو په پياوړتيا ، د کندهار د هوايي ډګر د شوې پېښې د څېړنو ، په هېواد کې د خيالي پوليسو او د هغوی د معاشونو او نورو ټولو برخو  بحثونه وشول؛ خو اشرف غني چې د ننګرهار ستونزې هېرې کړې وې او چاته يې د حل لارښوونه نه وه کړې، په دې دومره  بحثونو کې د ننګرهار نوم هم وانه خستل شو . د ننګرهار ولس د ولسمشر په ژمنو او خپله ولسمشر د امريکا لخوا د افغانستان د مسئلې د حل په اړه د خوشباورۍ شپې سبا کوي . دا څرګنده شوه ، چې نه اشرف غنی د ننګرهار ستونزې (نا امني ) حل کوي او نه امريکا.

 امريکا د اشرف غني او افغان ولس سره او اشرف غنی د ننګرهار ولس سره  د هوا د څپو ژمنې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button