پاک ـ هند مذاکرات وځنډېدل

کابل ټکی کام (جمعه ۲۵ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
هندي رسنیو د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ خبرې ځنډېدلې دي.
د دغه وزارت ویاند وکاس سواروپ خبریالانو ته په نوي ډيلي کې وویل چې کومه اټکل شوې غونډه چې نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې کېدونکې وه د دواړو هېوادونو په موافقه سره ځنډېډلې ده، او کېدای شي چې د دواړو هېوادونو په همغږۍ سره ډير ژر پیل شي.
پاکستان پرون د پټان کوټ په حمله کې د لاس درلودلو په شک د يو څو کسانو د نیولو خبرونه ورکړي وو.
هندوستان پاکستان پدې حمله کې تورن بولي او وایي چې په اړه دې جدي اقدام وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button