د سپتمبر یوولسمه د مستضعفینو په لاس د سرکشې امریکا د کبر د دوه ښکرونو د ماتولو ورځ 

سرمقاله

د (لکل فرعون موسي) په مصداق، د سپتمبر یوولسمه د امریکا لپاره همدغه ډول یوه هیښوونکې پیښه وه، د څو لسیزو راهیسې امریکا د اسرائیلو په مالي او لوجستیکي ملاتړ کولو سره د بیګناه فلسطیني مسلمانانو وینو تویولو ته ملا تړلې وه، او لا یې هم تړلې ده او د صهیونیستي سفاکانو یهودانو هر راز مرستی کوي هم نظامي، هم مالي او هم سیاسي، دا ځکه چې (الکفر ملة واحدة).

 خو د تأسف له مخې چې پر مسلمانانو د امریکا لخوا دا ناتار په  داسې وخت کې راکوز کړای شوی دی چې د نړۍ ګرد مسلمانان چې د یوې کلمي ویونکي او پر یوه خدای ایمان لرونکی او د یوه رښتینی کتاب لرونکي دي د کفارو د دسیسو داسې ښکار دي چې له یوې خوا په خپلو مینځو کې تیت او پرک دی، یو د بل په درد نه دردیږي او یو د بل ملاتړ نه کوی او خپلمنځي جګړو باندې یې بازار ګرم کړی دی، کفري نړۍ هم په پرلپسې توګه یو په بل پسې رانیسي او خپل له کینې ډک زړه پرې یخوي.

د سبتمپر یوولسمه د مظلومو او مقهورو او مستضعفو مسلمانانو هغه درنه څپیړه وه چې امریکا یې خپلو مظالمو ته پوره متوجه کړه د دې مسلمانانو چې هیچا یې پوښتنه نه کوله او هیچا د ظالم اسرئیل لاس نه نیوه نو بالآخره پخپله  مجبورا لاس په کار شول او پر امریکا یې خپل زړه د سپتمبر یوولسمې پیښي په شکل کې یخ کړ، خو امریکا پر ځای د دې چې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړي او فکر وکړي چې آخر ولې یو څوک دې حد ته ورسیږي چې له خپله ځانه هم تیر شي او د امریکا غښتلي او پیاوړي د کبر دوه ښکرونه یا هغه ماڼۍ چې هره یوه یې نږدې 130 پوړه وه د الوتکې په واسطه له مینځیه یوسي او په یوه ورځ 3000 کسان تر خاورو لاندې کړي.

امریکا باید مزید د مظلومو او مستضعفو خلکو لاسونه خپل ګریوان ته ونه رسوي، بلکې برعکس د خلکو لاسونه نور له خپل ګریوانه لرې  کړي،  امریکا پر ځای د دې چې فکر یې کړی وای چې هغه کومه ګناه یې کړې وه چې له لرې هیوادونو څخه یې کسات اخیستونکو وکولای شول خپل غچ واخلي او امریکا یې درنه بیه پرې کړي؟

 امریکا باید خپل ټول هغه بشري جنایتونه چې هم یې په خپل لاس او هم یې د خپلو بړیڅو په لاس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترسره کوی نور لاس واخلی او کړی جنایتونه جبیره کړي، څو د زخمي ټولنو پر ټپونو ملهم ثابت شي او امریکا نور له خطره وژغوري.

دا اوس چې امریکا طالبانو ته په مذاکراتو کې ډیر ټینګار په همدې ټکی کاوه چې د افغانستان نه به امریکا ته خطر نه متوجه کیږي، دا پخپله د امریکا په خپلو جنایتونو یو ډول اعتراف دی، یو چا چې جنایت نه وي کړی هغه ولی یو چاته ووایی چې ستا له خاوری به ماته خطر نه متوجه کیږي، معلومه خبره ده همغه څوک ویریږي چې جنایت یی کړی او له کسات نه ویره لري، لکه پښتو متل چې وایی د غله په غره کې هم ځای نه کیږي، کنه چا چې مظالم نه وي کړي هغه هیڅکله د ویرې احساس نه کوي.

اوس هم لا وخت تیر نه دی چې امریکا له نړیوالو په تیره بیا له مسلمانانو د هغوی پر خلاف د کړو جنایتونو په اړه بخښنه وغواړی او له ظالمانو سره په تیره بیا له اسرائیلو سره هر ډول مرستې پرې کړي، او فلسطیینان پریږدي چې په خپله خاوره کې خپل برخلیک په خپله وټآکی، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دې له فساد خپرولو نه لاس په سر شي که نه نو مظالم حتما یوه ورځ عکس العمل  پیښولای شي چې د سپتمبر ۱۱مه یې یوه ژوندې بیلګه ده، کنه نو امریکا به د یوولسم سبتمپر نه له بد تره حالت سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button