د سترې محکمې د عالي شوراء غړی دین محمد ګران ومړ

کابل ټکی کام ۰۱سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دین محمد ګران چې د سترې محکمې د عالي شوراء غړی او د ټاکنیزو کمیسونونو د کمېشنرانو د غوراوي مشر وو، پرون شپه ۹:۳۰بجې د زړه د حملې له کبله ومړ.
دین محمد ګران په کال ۱۳۱۹ل کې زېږېدلی دی، او د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له قضایي او دیني علومو څانګې څخه فراغت ترلاسه کړی وو، چې وروسته د مصر د الازهر پوهنتون ته سفر وکړ او هلته یې ماسټري ترلاسه کړه.
د نوموړي له لوري په دري او عربي ژبه د حقوقو، قانون او فقهې په اړه ځیني آثار لیکل شوي او خپاره شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button