د قزاقستان پارلمان ړنګ اعلان شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه ۰۱ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د قزاقستان پارلمان وروسته له هغه ړنګ شو چې هېواد یې د اقتصادي بحران سره مخ دی.
د قزاقستان ولسمشر ملت ته په وینا کې ویلي دي چې پدې سختو حالاتو کې دې ورسره مرسته وکړي او ځانونه دې له دولت سره یوځای ثابت کړي.
ولسمشر نظربایوف په یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي چې ډېر ژر به پارلماني ټاکنې ترسره شي.
د قزاقستان ولسمشر سلطان نظر بایوف له ملت څخه بیا بیا غوښتنه کړې ده چې پدې سخت اقتصادي پړاو کې چې د تېلو د بیو د ښکته والي له کبله رامنځ ته شوی دی، خپل پوره پیوستون وښایي
مخکې له دې چې دغه پارلمان ړنګ شي ټاکل شوې وه چې دغه ټاکنې به د ۲۰۱۶ کال په پای کې ترسره شي خو د نامعلومو وجوهاتو له کبله پارلمان وخت له مخې ختم شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button