امريکا د سولې په توطيه داعش ته د جګړې ډګر په لاس ورکوي

« سرليکنه »

تېر کال د جولای مياشتې را وروسته چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات ټکني شول ترڅه وخته امريکايي چارواکو د مذاکراتو لپاره په نوې برنامه غور پېل کړ.

د پاکستان لومړی وزير نواز شريف يې وغوښت ، د چين ، سعودي  او له روسيې سره يې د طالبانو او دولت ترمنځ د مذاکراتو په اړه چې په سيمه کې نور امن ته زياته اړتيا ده ، موضوع شريکه کړه .

سعودي عربستان ، پاکستان ، چين او روسيه ټول په افغانستان کې د سولې په اړه اواز پورته کوي ، چې موږ تر خپلې وسې مرسته کولای شو ، خو دا چې په دې اړه  د پردې ترشاه د امريکا څه هدف دی؟  يادو هېوادونو ته  د پردې ترشاه څه نه ښکاري.

لومړی په اسلام اباد کې د اسيا زړه کنفرانس کې د سولې په اړه د څلورو هېوادونو؛ امريکا، چين ، پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې کميټې جوړولو نقشه هم دامريکا لخوا تياره شوې ده .

افغان ولس او افغان دولت خو چې د هرچا په وسيله او مرسته  د سولې غوښتونکي دي اما دا ورته نه ده جوته ، چې د پردې ترشاه کومه لوبه روانه ده .

لومړی خو امريکا د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ډنډوره په خپلو رسنيو کې وغږوله او يو شمېر رسنۍ تراوسه پورې دا تبلغات چې طالبانو په دوو برخو ويشل شوي ، وايي : کوم طالبان چې سوله نه غواړي پرخلاف يې عمليات کوو.  موږ د پاکستان په اړه څه نشو ويلای چې د افغانستان په سوله کې صادق او که افغاني چارواکو سره خپلې ژمنې بيا تازه کوي ، ځکه  ګورو چې پاکستان هم د افغانستان د افغانستان په څېر د نا امنيو سره مخ دی . د روسانو د يرغل را په دېخوا تر نن ورځې پورې پاکستان هم د نا امنيو په اور کې سوزي ، يوازې پاکستان نه ؛ بلکې ټول ګاونډيان او سيمه د دې نا امنيو ښکار ده ؛ خو دا چې تراوسه پورې په افغاسنتان او سيمه کې جګړې دوام لري، دا نه د افغان چارواکو ، نه د طالبانو او نه د سيمې هېوادونو په وس پوره دی، چې کنترول يې کړي. د دې جګړې اور چې د کومې لوری بل کړل شوی دی د افغانستان سره چې پاکستان او د سيمې هېوادونه هم پکې سوزي هغه اور بلوونکی دا اور وژلی شي.

په افغانستان اومنځني ختيځ کې يا په  غربي نړۍ کې د نا امنيو اور امريکا په مستقيم او غير مستقيم ډول بل کړی دی، غواړي د يوې خوا د اسلامي هېوادونو په منځ کې اختلافات او هم ورسره  منځنۍ اسياته په کامله ټوګه خپلې پښې اوږدې کړي؛ خو چين ، روسيه او د منځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونه چې د مخه په هېنداره کې خپل راتلونکی ګوري. د دې اور د وژلو لپاره يې زړه نا زړه هلې ځلې پېل کړي؛ خو امريکا غواړي د دوست او طالبانو ترمنځ په سوله داعش ته د جګړې ډګر په لاس ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button