کابل ټکی کام ۰۱سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له سیمې څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې د کندز ولایت اورتبلاقو او بز کندهاري سیمو ته د افغان سرتېو کاروان د عملیاتو په موخه راغلی وو چې د طالبانو له سختې جګړې سره مخ شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یاد برید په تأیید سره زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې ویلي دي چې نن سهار ۷بجې د یاد ولایت مرکز ته څېرمه د دوی جنګیالیو د افغان سرتېرو پر یاد کاروان سخت برید ترسره کړ.
مجاهد وايي چې لا هم جګړه روانه ده، چې تر اوسه پورې ۲رېنجرې تخریب شوي دي.
دی وایي چې د دوی جنګیالیو د ۱لوړ رتبه افسر په ګډون ۵تنه عسکر وژلي او ۱۲تنه نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.
مجاهد مني چې د افغان ځواکونو له لوري یې ۱تن جنګیالی هم وژل شوی دی.
مجاهد وایي، له سیمې څخه ورته په راغلي خبر کې ویل شوي دي چې یاد عسکر د کندز ولایت مرکز، دښت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي وو، چې د دوی د جنګیالیو له لوري له سختو مسلسلو بریدونو وروسته یاد عسکر نن له یادو ولسوالیو څخه په تېښته بریالي شول.
مجاهد وایي چې د دوی جنګیالیو همدا راز په یادو بریدونو کې ګڼ شمېر وسائط تخریب کړي دي، او په لسګونه تنه عسکر یې وژلي او نور ګڼ شمېر یې ټپيان کړي دي.
د یادولو ده، دغه ولایت ته چې هر وخت د افغان ځواکونو کاروانونه راغلي دي د طالبانو له لوري د تلفاتو تر څنګ په شا تمبول شوي دي.
















