کابل ټکی کام ۰۱سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ناسا او یو شمېر نورو اقلیم څېړونکو سازمانونو راپورونه خپاره کړي دي چې په ۱۳۵کلونو کې تر ټولو ګرم کال ۲۰۱۵میلادي کال وو.
په راپور کې له ۱۸۸۰میلادي کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پورې ډېر ګرم کال ۲۰۱۵م کال، او په دغه کال کې تر ټولو ګرمه میاشت د ډسمبر میاشت ښودل شوې، او د ځمکې د منځنۍ تودوخې له منځني حد څخه دوې درجې د فارین هایټ لوړه وه.
په راپور کې د دغې ګرمۍ لامل النینو ښودل شوی.
ویل کیږي چې د زیاتې ګرمۍ لامل یوازې دغه یو لامل نه دی، بلکې د کاربن ډای اکساید او د چاپېریال ککړتیاوې او د ګازاتو زیاتېدنه هم د ځمکې په اقلیم کې بدلون راولي.
















