په مالیزیا کې د کریسټال جومات

دکریسټال جومات

دکریسټال جومات په جنوبي اسیا کې دجاکارتا د استقلال تر جومات  وروسته دويم لوی جومات دی او د نړۍ دلسو ښکلو جوماتونو په ردیف کې په اماراتو کې دشیخ زاید له جومات  وروسته دويم مقام لري.

دمالیزیا په ختیځ کې د( بوترا جایا)  سمندرګي غاړې ته  د وان مان په سيمه د ترینګانو په ولایت کې موقعیت لري.

د يادې سيمې د اوسیدونکو شمېره تر ۳ لکو پورې رسیږي.

دنوموړي جومات د جوړیدو امر د ترینګانو دسلطان  میزان زین العابدین لخوا په کال 2006 کې صادرشو  اود 2008م کال د فروري په میاشت کې د جومات دجوړيدو چارې سرته ورسیدې او رسما افتتاح يې وشوه .

 دجومات په ساخت کې اوسپنه ، شیشه او کریسټل استعمال شوی او یوه نادره معماري تحفه ورنه جوړه شوې ده .

 د کریسټال له برکته رنګ يې د موسم او رڼا په بدلیدا سره بدلیږي او نور هم زړه راښکوني شي؛ په نوموړي جومات کې 15000 پنځه لس زره لمونځ کونکې ځایږي او د انټرنیټ په مټ څو مختلفی دینې خپرونې هم په ژوندۍ بڼه ورڅخه  خپریږي.

18152876753_dc81e05b1c_zکریسټال جومات

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button