(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۸، دوشنبه)
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو شپږ تنه نوماندان وايي، چې د درغلیو له کبله ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي او دوه تنه نور ګل بدین حکمتيار او رحمت الله نبيل بیا په مشروط ډول د پايلو د نه منلو خبره کوي.
ولسشمرۍ ته نوماندان احمد ولي مسعود،لطيف پدرام، عنايت الله حفيظ، شهاب حکیمي، نور رحمان ليوال او حکیم تورسن ويلي، په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه ټيټه وه، دغه راز د ټاکنو پر ورځ د حاکمو ډلو له خوا پراخې درغلۍ شوي چې دوی يې د پايلو منلو ته تيار نه دي.
د احمد ولي مسعود ویاند نظري ويلي، چې د انتخاباتو کمېسیون د دولت جوړونکي ټیم په ملاتړ د درغليو لپاره زمینه برابره کړې وه او د لطيف پدرام ویاند محمدي بيا وايي، په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه کمه وه، بايوميتريک سستم په ډيرو ځايونو کې کار نه کاوه، ډیری مرکزونه تر ناوخته تړلي و نو ځکه ورته د ټاکنو پايلې هم د منلو وړ نه دي.
د عنایت الله حفیظ او شهاب حکیمي، نور رحمان ليوال، تورسن ډله بيا وايي، د کميسیون د کمزوري مديريت، امنیتي ستونزو او په انتخاباتو کې د ډيرو خلکو د نه ګډون، او په ټاکنو د درغليو له امله پايله ورته د منلو نه ده.
دغه راز ګلبدین حکمتيار او رحمت الله نبيل ټیم په مشروط ډول د ټاکنو پايلې مني زياتوي که د انتخاباتو په اړه شکايتونه په ښه توګه وڅيړل شي او دا چې د بایومټريک د رايو پر اساس حساب وشي نو دوی يې پايلو منلو ته تيار دي.
د تيرې شنبې په ورځ افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې د طالبانو د بريدونو، امنيتي ستونزو، په ټاکنو د خلکو د بې باوريو او درغلیو شتون له امله پکې له نهه ميلیونه کسانو څخه یوازې شاوخوا دوه ميليونه کسانو رايې ورکړي چې د شنونکو په باور په دغه رايو کې هم ډيری د رايو صندقونه له پخوا ډک شوي و.


















