کابل ټکی کام (شنبه ۰۳ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
تېره ورځ جمعه په بنګلدېش کې د کرکټ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالیو د تمریناتي لوبو لړۍ پیل شوه.
نن شنبه افغان ۱۹ملي لوبډله له ایرلینډ سره میدان ته داخله شوه چې خپلې مخالفې ډلې ته یې سخته ماتې ورکړه.
سیالي د بنګلدیش په سیوار ښار کې ترسره شوه چې افغانستان خپلې مخالفې لوبډلې ته د ۲۷۷ منډو هدف کېښود. افغانستان دغه سیالي په ۱۲۶ منډو وګټله.
په سیالۍ کې کپتان احسان الله د لوبې غوره لوبغاړۍ اعلان شو، چې د ۱۳۳ منډو جوړولو سره یې لوبې ته تغیر ورکړ.
اېرلنډ ملي لوبډله په خپل وار سره میدان ته داخله شوه چې د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او خپله ماتې یې د افغانستان پر وړاندې ومنله.
د نړیوال کرکټ بورډ د پلان په اساس به دغه تمریني سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې تر ۲۵ پورې روانې وي، او افغانستان به خپله دویمه سیالي له نیوزیلنډ لوبډلې سره وکړي.
د پلان مطابق به د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالي به د روانې میاشتې په ۲۷ نېټه پیل شي، چې ۱۶ لوبډلې به په دوو ګروپونو کې د اتولۍ لپاره لوبې وکړي.
تېر ځل د یادو لوبو اتلولي سویلي افریقا خپله کړې وه چې دې ځل ته به له هماغه اتلولۍ څخه دفاع کوي او افغانستان به د پاکستان، سریلنکا او کاناډا سره لوبې وکړي.


















