کابل ټکی کام (شنبه ۰۳ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
راپورونه وايي چې پاکستان او روسیه د ګډو فوځي تمریناتو لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
د روسیې د فوځ عمومي قمندان اولګ سالیوکوف اعلان کړی دی چې له پاکستان سره د ګډو فوځي تمریناتو لپاره موافقې ته رسیدلي دي چې ټاکل شوې ده په ۲۰۱۶ م کال کې به پیل شي.
راپور زیاتوي چې دغه فوځي تمرینونه به د پاکستان په غرونو کې ترسره شي.
په افغانستان باندې د روسیې له تجاوز وروسته دا لمړۍ ځل دی چې د پاکستان او روسیې ترمنځ د فوځ په سطه یوه موافقه کیږي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې روسیه او اسلامي نړی ډېر سره نږدي شوي دي، څو ورځې وړاندې قطر هم له روسیې سره د چاپيرال ساتنې په اړه یوه موافقه وکړه او کېدای شي سعودي عربستان هم له روسیې څخه د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د لرې واټن توغندي رانیسي.


















