شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ادب

د پاچا لور (له پنده ډکه کیسه)

محب الله عاطف نشرونکی: محب الله عاطف
جنوري 23, 2016
کټګوریانې: ادب, ادبي ليکنې
0
19
ځلې شریک شوی
232
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

غزل/ انس حقاني 

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

د عبیده پلار ته!

 

ژباړن : عطا محمد میاخېل

  پاچا یوه ډېره ښکلې او نازدانه لور درلوده، له هغې سره یې بې کچې مینه لرله. له ورځو یوه ورځ ښکلې نجلۍ له ماڼۍ څخه بهر شوه او وې غوښتل، چې له ماڼۍ څخه بهر د خپل پلار واکمني وګوري، چې څه پکې تېرېږي ؟ . شینکي آسمان، شنو ونو او ښایسته طبیعت د نجلۍ پام ځانته را اړولی و، همداسې روانه وه، د لارې په اوږدو کې یې پام شو، چې له ماڼۍ څخه ډېره لرې شوې او خپله لاره یې ورکه کړې ده، کولای یې نه شول، چې بېرته ماڼۍ ته لاړه شي، یوه ګڼ او سمسور ځنګله ته ننوته . هغې ډېره هڅه وکړه، چې لاره پیدا کړي، خو په پیدا کېدو کې یې پاتې راغله .

  کله چې پاچا د خپلې نازدانه لور له ورکېدو څخه خبر شو، نو د لټون په موخه یې خپل کسان یوې او بلې خوا واستول، تر څو لور یې پیدا کړي .

  په داسې حال کې، چې هوا ډېره تیاره شوې وه، نجلۍ په ډېر ډار او وېره سره خپل مزل ته دوام ورکړ، ترڅو د ماڼۍ لاره پیدا کړي، په ناڅاپي ډول یې په یوې رڼا باندې سترګې ولګېدې، چې ډېره لرې وه، د هغې رڼا په لور وخوځېده او په ځنګله کې یې یو کوچنی کور وموند، د هغه کور دروازه یې وټکوله، تر دې چې یو ځوان دروازه پرانیسته، ګوري چې یوه ښایسته نجلۍ ده، نجلۍ په ډېرې وېرې ورته وویل : ما لاره ورکه کړې ده، کولای شم تر سبا ستاسو په کور کې پاتې شم ؟ ځوان ومنله او ښکلې نجلۍ ته یې په خپل کور کې ځای ورکړ، نجلۍ لا چاره وه، چې شپه تر سبا دې کورکې پاتې شي او له ځناورو څخه په امن کې وي . ځوان هم د شیطاني وسوسو له امله نه شو کولای چې ځان کنټرول او په دې کور کې له نجلۍ سره یوازې واوسېږي، له یوې خوا د نجلۍ ښکلا او له بلې خوا شیطاني وسوسو ځوان ډېر حیران کړی وو .

  ځوان یوه شمعه روښانه او تر څنګ یې کېناست، په وار سره به یې د خپلو لاسونو ګوتې شمعې ته نیولې، تر دې چې سهار شو او نجلۍ له لمر خاته سر سم له خوبه را ویښه شوه په همدې وخت کې د پاچا کسانو د دې ځوان دروازه وټکوله، او ورته وې ویل : په دې نښو نښانو دې کومه نجلۍ نه ده لیدلې ؟ ځوان په ځواب کې ورته وویل : د شپې یې لاره ورکه کړې وه او زما کور ته یې پناه راوړه، کله چې نجلۍ د خپل پلار کسان ولیدل، نو ډېره خوشاله شوه، له هغوی سره ماڼۍ ته لاړه او ټوله کیسه یې خپل پلار ته وکړه .

  پاچا پوښتنه وکړه : لورې ! هغه ځوان ته ونه ځورولې او مزاحمت یې درته ونه کړ؟ پاچاه کرار نه درلود او پرله پسې به یې له خپلې لور څخه پوښتنې کولې . لوریې د هغه ځوان ټوله کیسه خپل پلار ته وکړه او ورته وې ویل : د شپې یې شمعه رڼا کړه او تر سهاره یې خپلې ګوتې پرې نیولې .

  پاچا خپلو کسانو ته امر وکړ، تر څو هغه ځوان ور ته راولي، کله چې هغه راغی، نو پاچاه ترې پوښتنه وکړه : له دې کار څخه دې منظور څه وو ؟

ځوان ځواب ورکړ : ماته ډېره مشکله وه، چې داسې ښکلې نجلې مې په کور کې وي او زه هم هوسا کېنم، خپل خدای (ج) مې شاهد ولیده، هر څه چې وکړم، نو هغه پاک او بې نیازه ذات مې وینې که هم څه د نورو له سترګو پناه یم، په بدن کې مې وېره خپره شوه او له ځان سره مې فکر وکړ، که چېرې دا کار ترسره کړم، نو دوزخ ته به لاړ شم، له ځان سره مې وویل آیا د اور د زغملو توان لرې ؟ لاړم شمعه مې روښانه کړه او په وار سره به مې ګوتې پرې نیولې، یوه ګوته به مې چې وسوزېده، نو بله به مې پرې ونیوله او له ځان سره به مې ویل : ته چې د دې اور توان نه لرې، نو د دوزخ له اور سره به څه کوې ؟

  له دې کبله مې دې کار ته دوام ورکړ، تردې چې سهار شو او له ګناه څخه وژغورل شوم.

  پاچا د دې ځوان پاک نیت ته حیران شو، له ځان سره یې فکر وکړ او وې ویل : د لور له پاره مې له دې ځوان څخه بل څوک غوره نه دی او خپله لور یې هغه ځوان ته ورکړه .

  که چېرې په هر کار کې الله (ج) شاهد وګڼو ، نو له ګناهونو څخه به لرې او د ستر ثواب خاوندان به شو. خدای (ج) په هر حال کې لیدونکی او ځواکمن دی .

مخکینې مطلب

 د ګوانتانامو زندان دې وتړل شي!

بل مطلب

افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډلې په تمریني لوبو کې ايرلنډ ته ماتې ورکړه

ځانګړي مطالب

ادب

غزل/ انس حقاني 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 8, 2026
ادب

بيا به لمبې بلې وي که غږ د الجهاد وشو/ خيرخوا 

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ادب

د عبیده پلار ته!

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 29, 2025
ادب

د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 5, 2025
ادبي ليکنې

مجلس کې دې جانانه، ځان پردی احساسوم

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 7, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com