ترکیه: سوریې پولې سره نږدې چاودنه شوې

کابل ټکی کام (شنبه ۰۳ سلواغه ۱۳۹۴ ل) فرید احمد
د ترکیې رسنیو خبر ورکړی دی چې د هېواد په سویل ختیځ کې چاودنه شوې ده چې له امله یې لږ ترلږه دوه کسه ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د سوریې هېواد پولې سره نږدي شوې ده، چې کېدای شي یو راکیټي برید وي چې د سوریې له لوري په ترکیه باندې توغول شوی وي.
د ځاني زیان په نسبت مالي زیان زیات اوښتی دی، ځکه چې توغندی په هغه ځای لګېدلی دی چې هلته زیات ګشت او ګذار نه کېده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button