کابل ټکی کام (شنبه ۰۳ سلواغه ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوي ایمیل کې دعوه کړې ده چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ اړوند فرغامنج سیمه کې یې یو شمېر عسکر وژلي دي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. او همداشان په خبر کې دعوه شوې ده چې د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې یې یو ټانګ په ماین الوزولی دی چې لس عسکر یې پکې له منځه وړي دي.
مجاهد وايي چې په جرم ولسوالۍ کې برید د دولتي ځواکونو له لوري پیل شو چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شو او په پایله کې افغان ځواکونه په تېښته کامیاب شول او سیمه یې بېرته طالبانو ته پرېښوده.
مجاهد همداشان زیاتوي چې په دې جګړه کې د دوی دوه تنه ملګري هم ټپيان شوي دي.
















