طالبانو د نورستان وانټ وایګل کې ۱۴کیلو متره سړک جوړ کړی

کابل ټکی کام ۰۳سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
طالبانو له کوم وخت څخه چې د نورستان ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ نیولې ده په هغو پروژو کار پیل کړی چې عوام ورته اشد ضرورت لري.
د طالبانو له لوري مونږ ته را لېږل شوي پیغام کې ویل شوي دي چې په دغه پروژه کې د یو شمېر لارو او پلونو جوړول شامل دي.
په پيغام کې د یادې پروژې لومړۍ مرحله له دبیلي کلي څخه نیولې تر آرنس کلي پورې د ۱۴کیلو متره سړک جوړول ښودل شوې ده.
پیغام کاږي چې یاد سړک اوسمهال د ګټې اخیستو لپاره چمتو شوی او په پوره مانا او ښه کیفیت یې د جوړېدو کار سرته رسېدلی.
پیغام وايي، اوسمهال له وایګل کلي نیولې تر بیلي کلي پورې پر غزېدلې لارې او څو لویو پلونو باندې کار روان دی.
پیغام د سیمې څخه د یوه همکار له قوله لیکلي چې په دې سیمه کې له ۱۴کلونو را هیسې د کابل ادارې د یوې افغانۍ په قدر کار هم نه دی کړی، چې اوس یې د دوی له لوري بیا له سره ترمیم کیږي.
پیغام زیاته کړې ده چې د یادې ولسوالۍ خلک د دوی د جنګیالیو له ښه سلوک او پر عام المنفعه ځایونو د کار کولو څخه ډېر خوښ دي، او خلکو هم ور سره د ملاتړ غږ پورته کړی دی.
د یادولو ده، طالبانو وړاندې هم په بغلان ولایت کې د ځايي خلکو په مرسته په سړک کار پیل کړی وو، او اوس یې هم په ځینو سیمو کې دا لړۍ ساتلې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button