شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اسلامي امت ته له ورپېښو مشکلاتو نه د وتلو لار

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جنوري 23, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
23
ځلې شریک شوی
291
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : م . احمدګل ريان

د يويشتمې پېړۍ د لومړي سهار لمر د ختيځ په هسکو څرک وواهه او ژيړي وړانګې يې په درو او ځنګلونو خورې شوې، هماغه وو چې د لويديځ تورې شپې ته په ختيځ کې روان حالت له برداشت ووت او په دې هڅه کې شو چې خپل تورتم يو ځل بيا په شرقي څوکو او لمنو وغوړوي، خپل له وحشت ډک زړه د ختيځوالو د وينو په تويولو تش کړي او له دې لارې په ګرده اسلامي نړۍ د واک چلولو تنده خړوب کړي، دغې ورځې داسي ښکاروله چې غرب په شرق باندې د يرغل لپاره همدا ورځ ټاکلې وه او راتلو ته يې انتظار و.

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

دې ورځې د قيامت يوه ليوه نښه ښکاره کړه، د قيامت د رانژدې کېدو او اخري زمانې په لويو نښو کې دا هم يادېږي چې کفار به په مسلمانانو داسي حمله وکړي لکه په دستارخوان باندې چې وږي انسانان له يوې او بلې راټول شي، دا په داسې حال کې چې د مسلمانانو تعداد به ډير شوی وي ( لکه همدا نن چې ده )؛ داسي به ځکه کيږي چې د مسلمانانو په زړونو کې به د دنيا محبت محکم ځای نيولی وي، نن بالکل همدا حالات وينو.

د اسلام دښمنانو د يويشتمې پېړۍ په راتلو سره په اسلامي هيوادونو يرغلونه پيل کړل، دا يرغلونه يا مخامخ او يا هم په غير مستقيم شکل په مخ روان شول، په عراق او افغانستا مخامخ بريدونه، د مسلمانانو په بنديخانو کې شکنجه کول، د ديني شعايرو سپکاوی او په ځينو هيوادونو کې د مسلمانانو حکومتونو د ړنګولو لپاره د پيسو په بدل کې له يو شمېر منافقو او په نوم مسلمانو وګړو څخه استفاده کول او د دوی له لارې د مسلمانانو تحقير او زورول او دغه راز د ميډيا له لاري مسلمانانو ته روحا تکليف رسول، دا ټول هغه څه وو چې د دې پېړۍ له راتلو سره سم پيل شول، مغرب که څه هم نن سبا د مجاهدينو له لاسه يو دردونکی خجالت زغمي خو بيا يې هم لاس، پښې او خوله له حرکته نه دي غورځېدلي او په دې فکر کې دی چې د اسلامي نړۍ نژدې ۶۰ هيوادونه نور هم په تکړو وويشي، دې فکر ته لومړی په افغانستان او عراق کې د عمل جامه اغوندي چې کيدای شي وروسته يې په نوره اسلامي نړۍ هم په عمل کې پلی کړي، په يادو دوو او نورو اسلامي هيوادونو کې به دوی ته لویه موقع لساني او مذهبي تعصب او اختلاف په لاس ورکوي.

اخر دا هرڅه ولي؟، مسلمانان چې ترڅو په دنيا کې د ترقي او تکاثر د مغربي سراب تر شا منډي ترړي وهي؛ همداسي به د دوی تحقير او تذليل جاري وي او د دين او عقيدې توهين به يې کيږي، دوی که غواړي له ورپېښو ناخوالو ځان خلاص کړي او له دنياوي ترقي علاوه اخروي کاميابي هم ترلاسه کړي؛ نو بايد خپلو اعمالو، قيادت، سمع و الطاعة، تعليم او تربية، کورنۍ او ټولنې او دغه راز ځينو نورو مهمو امورو ته توجه زياته کړي، دغه امور په لاندي کرښو کې په لنډ ډول يادوو.

۱ – په صادقه او کامله توګه په اسلام کې داخلېدل:

موږ په خپل تخلف او راپيښو مشکلاتو اعتراف کوو؛ نو له دې مشکلاتو او امراضو څخه د ځان خلاصولو لپاره تر ټولو لومړی بايد په رښتينې توګه د الله تعالی لور ته وګرځو، په اوامرو عمل وکړو او له هغه څه ځان وژغورو چې شريعت کې ترې منع شوي يو، الله جل جلاله فرمايي چې: تر هغو د يو قوم حالت نه بدلوي تر څو يې هغوی په خپله بدل نه کړي، نو مسلمان بايد خپل اعمال احسن، اسلم او احوط ته بدل کړي ترڅو يې الله تعالی وضعيت په ښه واړوي، که داسي ونه کړي؛ الله تعالی به يې په همدې تذليل او تحقير کې د زمکې له سره واخلي او په ځای به يې داسي قوم پيدا کړي چې د الله تعالی رښتنيني بندګي وکړي.

۲ – جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر:

مسلمان بايد خپل اولاد ته جهادي تربيه ورکړي، له جهاد سره يې مينه پيدا کړي او موت في سبيل الله ورزده کړي؛ ځکه چې همدا جهادي هڅي به يې له دښمنانو ژغوري، نبي عليه السلام فرمايي چې: ولن يصلح حال آخر هذه الأمة الا بما صلح به حال اولها، بالکل همداسي ده، د ننني مسلمان حالت به په جهاد سره سميږي؛ ځکه د امت د اولنيو خلکو وضعيت هم د جهاد په برکت سم او صالح وو، کله چې دښمن له شرق، غرب، شمال او جنوب نه په مسلمانانو يرغلونه پيل کړي نو د حل لاره يوازي او يوازې جهاد دی، نو ففروا الی الله!، خپل اولاد په جهادي تربيه وروزئ او امر بالمعروف او نهي عن المنکر ورزده کړئ؛ که مسلمان داسي ونه کړي او اولادونه يې داسې نرم روږدي شي چې نه د هوا د څپو او نه د لمر د وړانګو تاب ولري نو څنګه به له دښمن سره د مخامخ کيدو استعداد پکې پيدا شي؟.

۳ – اجتماع او خپلمنځي تعاون:

دغه جمله واضحه ده او هيڅ تفصيل ته اړتيا نه لري، يوازي دومره به ووايو چې مسلمان بايد خپله اجتماع ونه پاشي، سره يو شي، خپل دښمن ښه وپېژني او يوې خوا ته يې کړي.

۴ – د تعليمي منهج اصلاح او له فساد نه د رسنيزو وسايلو تصفيه کول:

مسلمانانو ته د ورپيښو مشکلاتو نه د خلاصون له مهمو لارو نه يوه دا هم ده چې خپل تعليمي منهج او په خپلو هيوادونو کې فعالې رسنۍ اصلاح کړي، دوی بايد په خپلو سيمو کې تعليمي نصاب او اموزشي برنامو ته ډيره توجه وکړي او خپل نصاب او تعليمي ادارې له هغو موضوعاتو او خلکو پاکې کړي چې اولادونه يې ورته په داسي تربيه روزي چې په پای کې په اصطلاح د دښمن تبر ته د لاستي کار ورکړي، دغه راز په مسلمانو هيوادونو کې د رسنيو اصلاح هم ډيره اړينه ده، دوی بايد خپلې رسنۍ ژورې مطالعه کړي، په نظر ورغلی فساد پکې له منځه يوسي، رسنۍ د ټولنې د اصلاح ذريعه وګرځوي او ديني او ملي ارزښتونو ته يې وفادارې کړي، که کومه رسنۍ د فساد په خپراوي ټينګار وکړي؛ بايد محو يې کړي.

۵ – پاک او مخلص قيادت:

مسلمانانو ته ضروري ده چې پاک او مخلص قيادت ولري، نن سبا چې مسلمان له کومو دربدريو سره مخ دي، د هغو لوي لامل د صاف او سپين قيادت فقدان دی، دغه جمود له ډيره وخته راروان وينو، زمونږ په هيواد کې د پاک او مخلص قيادت له منځه تلل او تر نن ورځې يې بيا راګرځېدل ځنډېدل دغه احساس راکوي چې دا د الله تعالی له طرفه يو ډول سزا ده؛ ځکه الله تعالی چې کله په يو قوم باندې خپل فضل او مرحمت لوروي نو يو مخلص قيادت يې نصيب کوي، او الله تعالی هغه وخت فضل او رحم کوي کله چې قوم په خپلو اعمالو شرمنده شي، په تيرو وختونو کې د موقع پرست او له اسلام نه بيزاره سياستوالو په برداشت ندامت ښکاره کړي او د زړه له اخلاصه د تبديلي غوښتونکي شي.

له ميلاد نه ۱۱/۱۲ سوه کاله وړاندي د بني اسرائيلو حالت خورا بد او له زغمه وتلی وو، په دوی د عمالقه په نوم يو سختدريزی کافر قوم مسلط وو، په دې وخت کې بني اسرائل د عمالقه د تسلط او غلبې د ختمېدو او خپل حالت ښه کېدو غوښتونکي شول او له الله تعالی نه يې د شموئيل عليه السلام په توسط د مخلص قيادت تمنا وکړه، هماغه و چې الله تعالی د طالوت غوندې عظيم قايد ورنصيب کړ او په قيادت کې يې دوی په عمالقه غالب شول او د طالوت د لښکر يو ځوان ( داود ع ) د عمالقه سردار ( جالوت ) قتل کړ.

نو ضروري ده چې مسلمان ( هرچيرته چې دي ) په لومړي قدم کې د موجوده بدې اوضاع د تبديلي غوښتنکي شي او د زړه له تله په هغه زغم پښماني څرګنده کړي چې دا څه موده يې ترې کار اخيستی و او په نوم مسلمان قيادتونه يې زغملي وو، له دې وروسته زيات اميد شته چې الله تعالی په خپل فضل او کرم سره دردمند او صالح قيادت پرې ولوروي.

نننی مسلمان بايد د نژدې ماضي اجتماعي تأمين او مساوات ته وګرځي او دا څه سخت کار نه دی بلکه يوازې کلک هوډ ته اړتيا لري، د دې لپاره يوازي د قيادت لپاره د هغو اشخاصو تعين په کار دی چې مخکي تجربه شوي دي، د هغوی په قيادت کې د مسلمان ملت خوښ روح مشاهده شوی او په واک کې يې هغه تأمين او مساوات ليدل شوی چې اوس يې يوازي نوم ياديږي او بس، نو ماضي ته ګرځېدل او د زړه له تله له الله تعالی نه د نيک قيادت غوښتنه او د دې لپاره عملي ګام پورته کول هغه څه دي چې مسلمان له نني مشکل او نادود حالت نه ايستلی شي.

زمونږ هيوادوال بايد د اسلامي امارت دور ته وګرځي، هغه دور چې د اسلام د دوهم خليفه ( حضرت عمر رضی الله عنه ) د خلافت ژوندی مثال وو، هغه دور چې نر اوښځې، مسکين او دولتمند، حکومتي او رعيتي، لوړپوړي او ټيټ پوړي شخص ته پکې خپل حق ورکړل شوی و او له هر ډول فساد او شرعي کمزورۍ پاک قيادت وو، که هيوادوال داسي وکړي؛ نه يوازي به د پرديو د لاسپوڅو له واک نه خلاص شي بلکې يو ځل بيا به په خپل کلي کور او د وطن په لر او بر کې د خوښۍ سا واخلي او يو وار بيا به له هغه امن نه برخمن شي چې له خيرالقرون نه راپه دېخوا يې ( بده نه ده چې ووايو ) بيلګه نه ده ليدل شوې.

۶ – د فساد او افساد له وسايلو نه د ټولنې ساتنه:

وروستۍ لاره دا ذکر کوو چې مسلمان بايد خپله ټولنه له پامه ونه غورځوي او په ټولنه کې رامنځته شوی فساد بابيزه ونه ګڼي، دا فساد په بيلو بيلو شکلونو په خپله ټولنه کې ليدلی شو، ټولنه مو د فساد او افساد له وسايلو ډکه ده چې بايد ويښ او با احساسه مسلمان وګړي يې د تطهير او تصفيې هڅه وکړي.

دا هغه لارې دي چې که عمل پرې وشي نو مسلمان به يو ځل بيا خپل عزت او مجد تر لاسه کړي او له هغو ناخوالو به په امن شي چې نن سبا ورسره مخ دي.

علامه اقبال او سيد جمال الدين افغان د مسلمانانو د دوباره نشاة لپاره خپلمنځي اتحاد او يو والی تر ټولو ضروري شرط بللی؛ مګر متأسفانه چې د نن زمانې مسلمان په دې خبره عمل نه دی کړی، مسلمان بايد پوه شي چې تر څو يې له ډلو ټپلو او لساني تعصباتو نه ځان نه وي خلاص کړی، تر هغو به يې دښمنان پامال او تبا کوي.

مسلمان بايد دغه دوه آياتونه هم په هيڅ وخت کې له پامه ونه غورځوي، الله جل جلاله فرمايي:

(كنتم خير أمة أخرجت للناس تأمر ون بالمعروف وتنهون عن المنكر وتؤمنون بالله)

او بل ځای کې فرمايي:

(واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا)

أقول قولي هذا، أستغفر الله لي ولكم ولسائرالمسلمين.

مخکینې مطلب

طالبانو د نورستان وانټ وایګل کې ۱۴کیلو متره سړک جوړ کړی

بل مطلب

د سولې غونډې، ناسم ادرسونه، او ناسمې غوښتنې

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com