سرليکنه
دا ټولو ته معلومه ده چې د افغانستان په فعلي فاسده او مفسده اداره کې ټول لوړپوړي چارواکي له ولسمشره نیولې بیا تر ولسواله پورې ټول د خپلو څوکیو د ساتنې او خپل قدرت د بقا او د خپل معاش او امتیازاتو د خوندیتوب لپاره له هیڅ راز فجایعو، درواغو ویلو، فسق او فساد نه لاس نه اخلي، هر ډول کرغیړنو اعمالو ته غاړه ږدی خو چې د دوی اقتدار بقا پیدا کړي.
تیره شپه د طلوع تلویزون د دوه ولایتونو هر یو فاریاب او غزني له والیانو سره مرکې درلودې چې د والیانو دغه نه بخښونکی جنایت یې هیوادوالو ته جوت کړ. د والیانو سره د مرکو په تعقیب یې د فاریاب او غزني له وکیلانو سره هم مرکې وکړې چې د والیانو ښکرور درواغ یې هیوادوالو ته په ډاګه کړل.
د طلوع تلویزون خبر په داسې شکل خپور کړ چې ګوندې پخوا په فاریاب او غزني کې طالبان پیاوړي و آن تر دې چې د غزني او فاریاب د ولایتونو د نیولو په درشل کې و خو اوس دې دوه ولایتونو والیان وایي چې دا ولایتونه اوس هیڅ ډول امنیتي ستونزې نلري او له طالبانو په مکمل ډول پاک شوي دي.
په دې اړه یې د واړو ولایتونو والیان وغږول ، والیانو هم ډیر په شد او مد سره د خبریال نظر تایید کړ او ویې ویل چې اوس هیڅ ډول امنیتي ستونزې نلري او کراره کراري ده.
خو په تعقیب یې خبریال لومړی د فاریاب له ښځینه وکیلې هغه خبرې ښکاره کړې چې په پارلمان کې یي کړې وې هغې وویل چې: د فاریاب د نا امنۍ یواځې یو مثال به وړاندې کړم او په دې به بسنه وکړو چې فاریاب د طالبانو په لاس کې د سقوط په حال کې دی او هغه دا چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د فاریاب د پشتون کوټ ولسوالۍ د طالبانو لخوا کلابنده ده او په ولسوالۍ کې نږدې 120 دولتي کسان د مرګ او ژوند تر مینځ شپې او ورځې شماري او حکومت نشي کولای د نوموړې ولسوالۍ کلابندي ماته کړي او د طالبانو تحرکات دومره غښتلي دي چې که حکومت اقدام ونکړي نو پشتون کوټ ولسوالۍ خو پریږده چې ډیر ژر به د فاریاب ولایت سقوط وکړي.
ورپسې د طلوع تلویزیون د غزني ولایت والي سره هم خبرې وکړي هغه هم وویل چې په غزني کې اوس هیڅ ډول امنیتي ستونزې نلرو.
خو د غزني وکیل و ویل چې: د غزني ټولې سترې لارې د طالبانو لخوا کلکې بندې دي او د ناور د سترې لارې د دوه اونیو راهیسې بندیدا او د حکومت بې اعتنایی د بیلګې په توګه وړاندې کړل او ویې ویل چې د ناور لویه لاره او نورې د طالبانو په ولکه کې دي او حکومت تر ننه ندی توانیدلی چې دغه او نورې لارې له طالبانو خلاصې کړي.
د دې راپور پسې طلوع تلویزون په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سختې اندیښنې او ویرې نه هم پرده پورته کړه، او ویې ویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې په اوسني حالت کې افغانستان یو ځل بیا د القاعده او حقانې شبکې لخوا دوی ته په خورا ستر خطرناک هیواد بدل شوی دی.
















