کابل ټکی کام (پنجشنبه ۰۸ سلواغه ۱۳۹۴ ل) هاشمي عبدالله
وروسته له هغه چې د پاکستاني طالبانو له لوري د پاکستان پر هرې تعليمي ادارې د برید خبردارۍ ورکړل شو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یادو ادارو د امنیت په ټينګولو کې خپل کوښښ شروع کړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر تعلیمي ادارو د احتمالي بریدونو لپاره یې ځواکونه چمتو ولاړ دي، او د هر قسم برید مخه به په زړورتیا سره نیسي.
د یادولو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تعلیمي ادارو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه هغه مهال وګمارل، چې د طالبانو له خبرداري سره سم په پنجاب کې زیاتره تعلیمي ادارې تر یوې نامعلومې مودې پورې رخصت شوې.


















